شهکار ايثار/نصرت زرمتی

نصرت زرمتی
 
یاره! له تا دې صدقه شي او له تا ځار سرونه
ګوره چې عشق کې دي مدهوش دي او خمار سرونه
 
چې مو د وینو نذرانه تا ته خوږ کیف ښکاریږي
په سخاوت به درته پیش کړو ډیر امبار سرونه
 
کوچنۍ قیصه نه ده وعده مو د ایثار کړې ده
دریغ پکې ونه کړې چې څو دي وي په کار سرونه
 
عوام خو څه کړې په خواصو هم صرفه نه کوو
درته مو مخکي کړل با علمه او هوښیار سرونه
 
په شرعي ښکلا سمبال د حوسلو دنګ غرونه
دلیر دلیر شجاع شجاع داسې شهکار سررنه
 
مونږه د وخت هرې لیلا د ازادۍ ته، ګوره!
ښه په خوښۍ کړو ورته وړاندې لکه هار سرونه
 
نوره ستا خوښه که یې عار او که اعجاز یې ګڼې
په هسکه غاړه مو در وټومبل قطار سرونه
 
مجبوریت نه دی انتخاب یی ډیر په مینه کړی
ها چې ځلیږي په نیران کې دا انګار سرونه
 
خود به منصور وي د منصور له مسیر فیض اخیستی
د شاهي کوټ دار ته یې وړاندې کړل بې شمار سرونه
 
او
 
داسې هم نه چې خپل سر مات کړو او د حریف دي روغ وي
ډیر مو له تیغ نه پکې تیر کړل ډیر مهار سرونه
 
جانان ته لاس په نام او سر به کف د امر تابع
نصرته! نور هم قربانۍ ته شته تیار سرونه
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د