fbpx
امريکايي تاريخ پوه، څېړونکی ژورناليست او د امنيتي چارو کارپوه ګاريت پورټر

ګاريت پورټر: له ويټنامه تر افغانستانه امريکايي يرغل تل ماتې خوړلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل):له تېرو څو مياشتو راهيسې غربي او شرقي رسنۍ د افغانستان په وروستيو حالاتو له کارپوهانو او څېړونکو سره مرکې او تبصرې کوي او د هېوادو اوسنی حالت د امريکا او ناټو پر زيان بولي.

څېړونکي تاريخ پوه او د امنيتي چارو کارپوه امريکايي ژورنالېست ګاريت پورټر روسي راديو تلويزون سره په خپلو تازه خبرو کې ويلي، چې د افغانستان لروبر کې د طالبانو د واک او ځواک سيمې ورځ تر بلې پراخيږي، نظامي عمليات، بريدونه او چاودنې يې په بې ساري توګه زياتې شوي او دا فعاليتونه د دوی راتلونکي او حال لپاره هېښوونکی زېری لري.

افغانستان کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زياته شوې، تېر ۲۰۱۵م کې له يوولس زرو زيات ولسي وګړي وژل شوي او د ملګرو ملتونو وروستی راپور وايي، چې د دواړو خواوو په جګړو او بريدونو کې ډېری قربانيان ولسي وګړي وي.

د روسي تلويزون خبريال پوښتنه کوي، چې افغانستان کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله د پخوا په پرتله زياته شوې او امريکا ادعا کوي، چې دوی افغانستان کې سوله او امنيت راولي؟

ګاريت پورټر وايي، چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د زياتېدو ګڼ لاملونه دي او له هغه وخته، چې امريکا د خپلو پوځي عملياتو د پای ته رسولو اعلان کړی، لا هم امريکايي او ناټو ځواکونه په پوره توګه له افغانستانه نه دي وتلي او تر اوسه هم ډېری ولسي وګړي د امريکايي او ناټو پوځيانو په بمباريو او جګړو کې وژل کيږي او تر ټولو مهمه پېښه د امريکايي جنګي الوتکو هغه بمباري وه، چې کندز کې يې د بې پولې ډاکټرانو روغتون له ناروغانو او عملې سره بمبار کړ.

د ګاريت په وينا د کندز رغتون بمبارول، هسې اټکلي خبره يا تېروتنه نه وه، بلکې امريکايي ځواکونو د خپلو جاسوسانو له لارې دا خبرې تر لاسه کړې وې، چې دلته د طالبانو ټپيانو درملنه کيږي او دا خبره تر اوسه نه ده ثابته شوې.

د ګاريت پورټر په وينا د کندز خونړۍ پېښه يې يوه نمونه ده او زما په ګومان تر څو چې افغانستان کې امريکايي او ناټو پوځيان وي، د ولسي خلکو مرګ ژوبلې کچه به ورځ تر بلې زياتيږي؛ ځکه چې امريکايي ځواکونه له تېرو پنځلسو کالو راهيسې په ډېرو سيمو کې د ولسي خلکو پر ضد د شکمنو طالبانو په نوم عمليات کوي او په دغو عملياتو کې ګڼ خلک وژل شوي او د دغو قتلونو مسوولين اوس هم له هر ډول محاکمې پرته ازاد ژوند کوي، هېڅوک يې د پوښتنې نه شته او امريکايانو ته چې اوس هم څوک طالب ښکاره شي، پر کور يې چاپه وهي، وژني يې، بندي کوي يې او هر څه يې، چې خوښه وي، هغه کوي، هېڅوک يې د پوښتنې نه شته.

د افغان حکومت او امريکا ترمنځ د شوي تړون له مخې بايد د ولسي خلکو پر کورونو روانې چاپې او مرګونه پای ته رسېدلی وای، مګر داسې ونه شول؛ ځکه چې د دغه امنيتي تړون ژبه ډېره مبهمه ده او د دغه تړون له مخې امريکايان اوس هم اجازه لري، چې هر ځای وغواړي يو څوک د دښمن په تور ووژني.

پورټر زياتوي: «زما د څېړنيزو راپورونو له مخې افغانستان کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې اصلي لامل افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو جګړه ده، مګر ملګرو ملتونو د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه راپور کې دې ټکي ته اشاره نه ده کړې.»

د ګاريت پورټر په وينا امريکايانو په خپل مهارت د مخامخ جګړې له ډګره خپل پوځيان تر ډېره ويستي او اوس جګړه د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ وي، په دغو جګړو کې د ملي اردو تر څنګ ولسي پوليس هم وژل کيږي او د ملګرو ملتونو د اصولو له مخې پوليس هم په ولسي خلکو کې شمېرل کيږي.

ژورنالېست پوښتنه کوي، چې ملګري ملتونه د کندز پر روغتون د بمبارۍ د څېړنې او ولسي سيمو کې د عملياتو د دقت غوښتنه کوي، ستاسې په اند دا کار څومره شونی دی، ګاريت پورټر وايي: بدبختانه، زه ډېر زيات نهيلی يم، د امريکا د نظامي عملياتو تاريخ ته په کتو امريکايي چارواکي تل د داسې کارونو پر وړاندې خنډونه راپورته کوي، چېرته چې حقيقت د دوی پر ضد وي. امريکايان به هېڅکله په رسمي توګه دې ته زړه ښه نه کړي، چې د کندز د بې پولې داکټرانو د روغتون پېښه دې په بې پرې توګه وڅېړل شي.

ايا ته فکر کوې، چې افغانستان کې د امريکا يرغل له ماتې سره مخ دی؟

ګاريت پورټر وايي، چې هو بلکل، امريکايانو په ټوله معنا ماته خوړلې او په دې کې هېڅ شک نه شته. امريکايانو د دې لپاره پر افغانستان يرغل وکړ، چې طالبان له منځه يوسي او يا لږ تر لږه دومره يې وځپي، چې بيا سر راپورته نه کړي او د بهرنيو ځواکونو پر ضد عمليات ونه شي کړای، مګر په عملي ډګر کې هر څه سرچپه وختل، موږ ټول ګورو، چې طالبان ورځ تر بلې قوي کيږي، پرمختګونه کوي او په هر ځای کې يې حکومت او بهرنيو پوځيانو ته سرخوږی جوړ کړی دی.، هر ځای خپل فعاليتونه او عمليات کوي او له دې لارې يې د واک او ځواک لاندې سيمې پراخيږي او اوس طالبان، نه يوازې دا چې په سويل کې مخ پر وړاندې روان دي، بلکې په شمالي ولايتونو کې يې هم ډېرې سيمې تر خپل واک لاندې راوستي دي.

دا ډېره د شرم او ماتې خبره ده، چې د امريکايي پوځيانو او افغان حکومت عملياتو او بريدونو پر طالبانو هېڅ اغېز ونه شو کړای او طالبان يې له خپل هوډ نه يوازې په شا نه کړل، بلکې نور هم غښتلي شول.

د ګاريت په وينا له هغې ورځې، چې امريکا د خپلو پوځيانو د وېستلو اعلان وکړ، طالبانو له دغه وخته پام وړ پرمختګونه وکړل او دا يې د خپلې فتحې لپاره لومړی زيری وباله.

د دې پوښتنې په ځواب، چې د اوباما له لوري د پوځيانو پاتې کېدو سره به حالاتو کې څه بدلون راسي؟ ګاريت پورټر وايي، چې موږ بايد هره پېښه په بنسټيزه توګه له بنسټيزو لارو و څېړو.

د امريکا لويه تېروتنه دا ده، چې له خپلو نظامي يرغلونو او تېروتنو عبرت نه اخلي او نه هم د خپلو تېروتنو ارزيابي کوي.
له ويټنامه نيولې، تر عراق او افغانستانه ټولو يرغلونو دا خبره په ثبوت رسولې، چې دغه ملتونه پردي پوځيان په خپلو هېوادونو کې نه شي زغملی، امريکايانو په هېڅ يرغل کې يې بری نه دی موندلی او دوی تل په دې موخه يرغل کړی، چې بريا به خپله کړي او د خلکو له مقاومت څخه به خلاص شي، مګر عملي ډګر کې هر څه سرچپه ثابت شوي.

« د هر يرغل پر مهال امريکايي چارواکو او پاليسي جوړوونکو د ځمکنيو حقايقو پر ځای پر وهمونو باور کړی او د همدې باور له مخې يې پاليسي جوړه کړې او پايله يې هم ټول په سترګو وينو.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د