په تېر یوه کال کې تر سلو ډېر خبريالان تښتېدلي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د تېر یوه کال په اوږدو کې له هېواد څخه شاوخوا ۱۰۸ تنه خبريالان بهرنیو هېوادونو ته تښتېدلي دي.

دغه کارکوونکي چې له غږیزو، چاپي او انلاین رسنیو سره يې په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړې، د امنیتي خوندیتوب نشتوالی او د هېواد له راتلونکي مایوسي د دندو پرېښودو علتونه بولي.

که څه هم د افغانستان د خپلواکو رسنیو د څار ټولنې مسوولین تر اوسه د ۵۰ تنو خبريالانو تېښته مني، خو وايي چې لا هم د دوی پلټنې بشپړې شوې نه دي، خو پژواک خبري اژانس بیا وايي چې د دوی د موندنو له مخې ۱۰۸ تنو خبريالانو دندې پرېيښې او بهرنیو هېوادونو ته تللي دي.

د سرچينې په قول له دې ډلې څخه د یو تلویزون ۲۱ تنه، د اریانا ۱۰ تنه او د موبي ګروپ ۱۲ تنه له هېواده وتلي دي، چې تر نورو رسنیو يې شمېر لوړ دی.

په ورته توګه د ژوندون، پژواک، رشد خبري اژانس، کابل نیوز، مترا، ایینه، تمدن او کلید غږیزو، تصویري او چاپی رسنیو همکاران هم له کاره زړه توري شوي او بهرنیو هېوادونو ته تللي دي.

تر دې وړاندې د روان کال د غويي پر ۱۳مه چې د می له درېیمې سره سمون خوري د مطبوعاتو د ازادۍ د ورځې په مناسبت په جوړه شوې ناسته کې نږدې پنځوس سلنه خبريالانو له دولته سر وټکاوه.

دغه سروې چې د نی «د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړ کوونکې اداره» او یونیسکو له لوري په پلازمېنه کابل، کندهار، ننګرهار او بلخ کې ترسره شوې ده، پکې ۴۷،۵ سلنه خبريالانو له دولته شکايت کړی او ويلي يې دي چې ورسره توند تاوتریخوالی شوی دی.

تر يادې ناستې یوه ورځ وروسته اجراييه رییس عبدالله عبدالله د «رسنۍ او د بدلون لسیزه» تر سرلیک لاندې په جوړه شوې ناسته کې ومنله چې دولت له خبریالانو سره ناسم چلند کوي او په وينا يې دی اعتراف کوي چې حکومت له خبريالانو سره وحشيانه چلند کوي.

ياده دې وي په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د طلوع او یو تلویزون ته ګواښونه او دا دوه رسنۍ د رسنيو په توګه نه پېژندو اخطار هم د دې دوو رسنیو کارکوونکي له دندې لاس په سر کېدو ته اړ کړي دي.