افغانستان

کندهار: طالبان وايي ميوند کې يې لسګونو ګډو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): طالبان وايي د کندهار په میوند ولسوالۍ کې يې په زوروره چاودنه کې لسګونو بهرنیو او کورنیو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د میوند ولسوالۍ په برنګ کاریز سیمه کې په «تکتیکي» چاودنه کې ۳۰ کورني او بهرني عسکر وژلي او ګڼ نور يې ټپيان کړي دي.

دغه پېښه تېره شپه ماسختن مهال هغه وخت رامنځته شوه، چې بهرني او کورني عسکر برنګ ګاریز کې د عملیاتو او چاپې په موخه له چورلکو ښکته شول.

طالبان وايي د دوی له معلوماتو سره سم، عسکر په هماغه کلا کې ښکته شول، چې وړاندې پکې دوی پرېمان ماینونه خښ کړي او د چاودنې لپاره يې تیاره کړې وه.

ياده دې وي د کندهار امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

الحمد الله

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x