افغانستان

فاریاب: میمنه کې چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): څو شېبې وړاندې د فارياب په مرکز کې د درنې چاودنې غږ واورېدل شو.

لومړني معلومات ښيي چې چاودنه د عزيزي بانک مخې ته په یوه بایسکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو په وسیله ترسره شوې ده.

عیني شاهدان وايي چې تر اوسه يې درې تنه ټپیان لیدلي دي، خو د چاودنې زور ته په کتو ښايي دقیقه مرګ ـ ژوبله لوړه وي.

تر اوسه د چاودنې کره تلفات او د دې چاودنې د مسوولیت په اړه څه نه دي ویل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x