نظــر

دارواښاد استاد محمد یعقوب شرافت په یادکې څوټکي!

په ډیره خواشینې موخبر ترلاسه کړ چې نن دافغانستان یونوم وتی جهادي ژورنالیست، تکړه لیکوال ، سیاسي څیړونکی او دژورنالیزم د ډګر یو مخلص ، متدین او امانت کاره څیره ارواښاد محمد یعقوب شرافت دتل لپاره له دې فاني نړي څخه سترګې پټې کړې.

انا لله وانا الیه راجعون .

ارواښاد استاد محمد یعقوب شرافت زمونږ دهیواد په صحافتي میدان کې هغه یواځینی مخلص مطبوعاتي شخصیت وه چې خپل مسلک یې دځینو نورو هغو په څیر دمادیاتو دترلاسه کولو وسیله نه ،بلکې هغه یې دخپل اسلامي او اخلاقي رسالت  له مخې دخپلو خلګو او هیواد خدمت ته وقف کړی وه .

نوموړي په خپل ۳۱ کلن صحافتي فعالیت کې دافغانستان سیاسي احداث په پوره امانت داري او غیر جانبدارانه توګه دخپل مشهور اسلامي اژانس له لوري منعکس کول، په خپل دغه ټول اوږده مسیر کې کله هم دچا دزور او زرو تر اغیزې لاندې نراغی او په خورا میړانه او شهامت سره یې دغه دروند مسؤلیت پرمخ بیوی.

داستاد محمد یعقوب شرافت دسپیڅلي ژورنالیستیکي خدمت مهمه ځانګړتیا داوه چې نوموړي دژوند تروروستۍ شیبې پوري خپلو جهادي او اسلامي اقداروته ژمن پاتې شوی اوتل یې په خپل مسلکي فعالیت کې دهغوئ درناوی کړی .

په افغانستان باندې دصلیبي یرغل په مهال چې ډیرو په اصطلاح پخوانیو مجاهدینو دخپلې مبارزې شاخصونه  په بله خوا کاږه کړل نوموړی بیاهم خپل جهادي او اسلامي هدف ته متهعد پاتې شو او خپل ځان او مسلک یې د معاصرې کاذبې ډیمکراسې له تلوث اوککړوالي خوندی وساتو ، دتروریزم او تروریستانو مصنوعي نومونه چې صلیبي زورواکانو دجهاد او مجاهدینو لپاره په ټولې نړیوالې میډیا تحمیل کړی اسلامي اژانس ترپایه پوري جهادي تقدس ته دژمنتوب او درناوي په خاطر هغوته په خپلو رپوټونو اوخبرونوکې هیڅ ځای ورنکړ او نه یې هم کله دمجاهدینو په خلاف هغه وکارول.

په ۱۳۶۱ هجري لمریزـ ۱۹۸۲م کال کې دارواښاد محمدیعقوب شرافت په لاس تاسیس شوی اسلامي اژانس چې له مسلکې اړخه دهیواد ترټولو معتبر او مشهور اژانس دی داسلامي جهاد دیواځیني یادګار په توګه نن زمونږ په منځ کې پاته دی ، دغه اژانس دخپلو نورو ځانګړتیاوو ترڅنګ دهیواد دټولو رسنیو په کچه دخبري مصداقیت او سبقیت اساسي امتیاز هم له ځانه سره لري .

ارواښاد استاد محمد یعقوب شرافت یواځي ژورنالیست نه بلکې دهغه ترڅنګ داسلامي علومو ماهر،تکړه محقق مؤلف اوښه لیکوال هم وه .

نوموړی چې دخپل ژوند زیاته برخه یې دافغانستان دمشهور جهادي اوعلمي شخصیت خالص بابا رحمه الله تر روزنې لاندې تیره کړې په خپلو ټولو کړو وړوکې دهغه له جهادي علمي او اخلاقي تربيې څخه متاثروه ، نوموړی د خپل جدیت، ریښتینولي ، اخلاص او وفا ترڅنګ دښه ظرافت او خوش طبعي څښتن هم وه .

دخدای بښلې استاد محمد یعقوب شرافت ناڅاپې مړینه زمونږ دهیواد په ژورنالیستیکې ډګرکې واقعا نه جبرانیدونکې ضایعه ده .

لوی څښتن دی نوموړي ته دخپلو مخلصانه جهادي او وطني خدمتونو په بدل کې فردوس جنت ورپه برخه ، ویرجنې کورنۍ او متعلقینوته دې الله تعالی جمیل صبر ورنصیب کړي .

امین  

عبدالرحيم (ثاقب)

۱۳/۲/۱۳۹۲
۳/۵/۲۰۱۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x