افغانستان

جبل السراج کې يو سړي خپله ۱۹ کلنه مېرمن وژلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل):د پروان ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې جبل السراج کې يو سړي خپله ۱۹ کلنه مېرمن په ډزو وژلې ده.
د جبل السراج امنيه قوماندان محمد فرزه يي رسنيو ته ويلي، چې دغه مېرمن د جبل السراج په صحرا کلا سيمه کې وژل شوې او د ښځې خاوند قاتل يې نيولی دی.
د فرزه‌يي په وينا د لومړنيو څېړنو له مخې دا پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې او په دې اړه د نورو څېړنو لپاره د ښځې له مېړه پوښتنې روانې دي.

د جبل السراج سيمه ييز چارواکي وايي، چې د وژل شوې مېرمن کورنۍ هم امنيتي ځواکونو سره اړيکه نيولې او د خپلې خورلڼې قاتل د هغې مېړه بولي.
کورنۍ ستونزې که څه هم طبعي او د ژوند برخه ده، خو دا چې خبره د کورنۍ د غړي ښځې يا مېړه تر وژلو ورسيږي، يو شمېر کورني او بهرني عوامل لري.
د افغانستان په تاريخ کې تېر ديارلس کاله د کورني شخړو تر ټولو خونړي کلونه بلل کيږي.

ګڼ شمېر افغانان فکر کوي، چې د دغو ستونزو تر شا د ښځې او مېړه د بې پرواهي په ګډون د بهرنيو ډرامو، فلمونو او د بهرنيو انجوګانو له لوري د خلکو په کورنيو چارو کې مداخلې او لاسوهنې دي.

د کابل د فاميلي محکمې يو قاضي محمد عالم سادات وايي، چې د بهرنيو مؤسسو له لوري د افغانانو په کورنيو چارو کې د مداخلو او لاسوهنې له امله د زرګونه کورنيو تر منځ شخړې راپيدا شوي او د ښځې او مېړه د طلاق زرګونه قضيې په محاکمو کې درج شوي دي.

د « kabul love story» په نوم فلمي راپور کې راغلي، چې يوازې پلازمېنه کابل کې سلګونه ښځې د کورني تاوتريخوالي له امله په زندانونو کې پرتې دي او د جرمونو لامل يې مېړه وژل، له کوره تښتېدل د دفتري کار له امله مېړه، خسرګنۍ، او پلارګنۍ سره شخړې او لانجې ښودل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x