ورزش

محمد نبي لاهوریان وژړول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې۲۸مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان سوپر لیګ په هغه سخته سیالۍ کې چې ۵۸ څلوریزې او شپږیزې په کې ووهل شوې، تر ۴۰۰ زیاتې منډې په کې جوړې شوې او ۴ لوبغاړو په کې نیمه سلیزې جوړې کړې، محمد نبي په کې د لاهور څخه بایللی میچ وګاټه او لاهوریان یې په سرو سترګو وژړول.

محمدنبي یواځېنی افغان لوبغاړی دی چې په پاکستان سوپر لیګ کې د کوټې ګلډیټرز (غښتلیو) لخوا لوبیږي. نوموړي بېګا شپه د لاهور قلندر سره په سیالۍ کې مسوولانه لوبه وکړه او بایللې سیالي یې وګټله.

لاهور قلندر په وروستۍ سیالۍ کې کوټې ګلډیټرز ته ۲۰۲ منډې هدف وټاکه. په ۲۰ اوریزو لوبو کې تر ۱۶۰ پورته منډې ښه هدف بلل کیږي.

کویټه ګلډیټرز د دغه هدف په پوره کولو کې پوره کوښښ وکړ خو په وروستیو کې داسې برېښیدله چې هدف پوره کول نور له امکانه وتلي دي. محمد نبي دا مهال د لوبې ډګر ته راغی او ناممکن يې په ممکن بدل کړ.

په وروستي اور کې زوهیب خان بالینګ ته راغی. نبي توپوهنې ته ولاړ و. کوټې په ۶ بالونو ۱۵ منډو ته اړتیا درلودله. لومړی بال یارکر و، نبي ونه توانید چې منډه پرې جوړه کړي. په پنځو بالونو ۱۵ منډې پاتې شوې، لوبه د لاهور قلندر په لاس کې وه چې نبي لومړی څلوریزه او په بل بال شپږیزه ووهله. لاهوریان هک پک ول، لوبه یې له لاسونو ووتله. نبي په څلورم بال یوه منډه جوړه کړه. په شپږم زولفقار یوه منډه جوړه کړه. کوټې دا مهال په یو بل ۳ منډو ته اړتیا درلودله. په دواړو لورو فشار و. زوهیب خان خلاص بال ورکړ او نبي اوف لوري ته پرې څلوریزه ووهله او په دې سره لاهوري نندارچیانو او د ټیم لوبغاړو او ادارې له ډیره خفګانه په ژړا پیل کړ.

نبي په یواځې ۱۲بالونو ۳۰ منډې جوړې کړې او د کوټې لوبډلې لخوا ډیر وستایل شو. کیون پیټرسن خپل کمیس چې د نوموړي لیکل او لاسلیک پرې شوی و، نبي ته ډالۍ کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x