ورزش

تر یو بریالي پای وروسته د بل ښه پیل لپاره؛ نبي اسیا جام لپاره PSL پریږدي

نن ټکی اسیا (سلواغې ۲۸مه ۱۳۹۴ل): محمد نبي د پاکستان سوپر لیګ نن پریږدي او په بنګلادیش کې له ملي ټیم سره یوځای کیږي.

محمد نبي به د جمعې په ورځ په فتح الله لوبغالي کې له عربي اماراتو سره د اسیا جام د غوراوي سیالیو کې برخه واخلي.

بنګلادیش ته د تګ په اړه د کویټې ګلډیټرز لوبډلې په خپل فیسبوک له محمد نبي مننه کړې او ویلي یې دي چې دوی به یې ډیر یاد کړي.

محمد نبي یواځینی افغان لوبغاړی و چې د پاکستان په سوپر لیګ کې لوبېده. هغه په یاد لیګ کې د کویټه ګلډیټرز لخوا اته لوبې وکړې او تېره شپه يې یوه سخته ویروونکي سیالي وګټله.

نور دلته ولولئ: محمد نبي لاهوریان وژړول

د نبي پر ځای به د نیوزي لینډ کرکیټ لوبډلې مشهور آل راونډر ناتن میکلم راځي او د لیګ تر پایه به د کويټې لخوا ولوبیږي.

د یادونې وړ ده چې د اسیا جام په سیالیو کې پنځه لوبډلې لوبیږي، چې له منځه یې څلور له وړاندې انتخاب شوي او د پنځمې لپاره يې افغانستان، متحده عربي امارات، هانګ کانګ او عمان د غوراوي سیالۍ کوي.

افغانستان خپلې سیالۍ په ۲۰مه، ۲۱مه او ۲۲مه له اماراتو، عمان او هانګ کانګ سره په ترتیب لري چې له منځه یې یواځې د هانګ کانګ سره سیالي په تلویزون ښودل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x