داسير يادونه

https://i2.wp.com/dunyanews.tv/news/2012/November/11-20-12/news_big_images/144466_95253080.jpg?w=620دا مي   د سوي  زړه   زخمونه  او آهونه  ليکم
دا چي  غزل  کي  داسير زلمي  يادونه   ليکم

ترې   ډار  مي  نه  شي  دظالم  ناکردې  نه  پټوم
غمګيني کرښي  په مظلوم  شوي  ظلمونه  ليکم

دپاک  شهيد  دپاکو  وينو  څڅېدلې  قطرې
ترې  پريښتې په  سپين جبين    ايښي  خالونه  ليکم

بس  هغه دم مي درست په  برخه شي قلبي اطمنان
چي   د غازيانو  دغزاو  دا ستانونه  ليکم

ليلا مستوره ده  مستوره  يې  په  زړه کي ساتم
نه  يې  قدم  نه يې  نخرې  نه  نازونه  ليکم

دامي  ايمان  او عقيده  دامي  بيداره  ضمير
داچي غيرت ستايم او  داچي سنګرونه  ليکم

شيطانه پرې مي ږده  سندروته  وزګار نه  يمه
الهام دستر استشهادي کاروان  بريدونه ليکم
2013/05/05

 


داسير سلام

 

كله ورځ وي كله شپه په زړه مي درد شي
بس چي وايې خلم نامه په زړه مي درد شي

هر ګړى چي زنداني آشنا را ياد كړم
په غمو شم زولانه په زړه مي درد شي

نه كرار چا ته دځان حال شم ويلي
نه كولى شم ناره په زړه مي درد شي

بس شيبه قرار مي خپل شي چي څوك راوړي
داسير سلام تحفه په زړه مي درد شي

مسلمان چي دكافر غلام ووينم
توبي باسم شم خپه په زړه مي درد شي

ته مي غم دمظلوميت وخورې خالقه !
نلرم بله اسره په زړه مي درد شي

زه الهام دجانان ميني غيرتي كړم
دا چي ليكم حماسه په زړه مي درد شي

2013/04/029

سید احسان الله الهام

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د