اقتصاد

افغانستان بانک ۱۲ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۸مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان بانک غواړي چې د روان کال د کب د میاشتې په لومړۍ نېټه د ازادې پروسې له لارې د داو طلبۍ په ترڅ کې ۱۲میلیونه امریکايي ډالر وپلوري.

د افغانستان بانک لخوا خپره شوې خبرپاڼې له ټولو هغو صرافانو او سوداګریزو بانکونو څخه چې شرایط يې پوره کړي او د ضمانت په توګه یې له افغانستان بانک سره یو میلیون او پنځه سوه زره افغانۍ ايښي وي، غوښتي چې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

افغانستان بانک ټینګار کړی چې په دې داوطلبۍ کې هغه صرافان چې تر اوسه پورې یې د تضمین او د اسعارو د لیلام په پروسه کې د ګډون په موخه پورته مبلغ د افغانستان بانک ته نه دی سپارلی، کولاي شي له داوطلبۍ یو ورځ مخکې د تضمین پیسې وسپاري او په نورو لیلامونو کې ګډون وکړي.

بانک پر هغو کسانو چې لیلام کې ګډون کوي، غږ کړی دی چې د داوطلبۍ فورمې د کب په لومړۍ نېټې له غرمې وړاندې د افغانستان بانک لوی آمریت او د زونونو له مرکزونو سره ثبت کړي.

سرچېنې زیاته کړې چې د لیلام ګډون کوونکي د ټول اعلان شوي مبلغ له درې سلنه څخه زیاته تقاضا نشي کولای.

په دې وروستیو کې افغانۍ د ډالرو مقابل کې خورا ښکته شوې او د افغانستان بانک کوښښ کوي چې د ډالرو د لیلام له لارې د افغانۍ لویدلی حیثیت بیا راپورته کړي.

د افغانستان بانک د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو پر بنسټ نن یو امریکايي ډالر په ۶۹.۴۶ افغانیو پیردل کیږي او او په ۶۹.۲۶ پلورل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x