اقتصاد

هرات کې د ممیزو ۱۵۰ کارخانې جوړیږي

نن ټکی اسیا (سلواغې ۲۸مه ۱۳۹۴ل): د هرات د کرنې مسوولین وايي چې را روان کال ته به په دغه ولایت کې د ممیزو ۱۵۰ کارخانې ورغوي.

د هرات ولایت د کرنې ریاست د کرنیزو چارو د ادارې آمر بشیراحمد هیله څرګنده کړې چې د ۱۳۹۵ز کال په پیل به کې د دغو کارخانو د رغولو چارې پیل شي.

هغه ویلي چې د ممیزو د کارخانو لپاره يې بودیجه ځانګړې کړې ده او ټاکل شوې چې د هرات په بېلابېلو ولسوالیو کې به جوړې شي.

ویل کیږي چې د ممیزو دغه کارخانې به په پرمختللیو تجهیزاتو سنبالې وي او له دغه ځایه به هند، ایران، عربي امارت، عراق او نورو هېوادونو ته ممیز ولېږدول شي.

اوسمهال په هرات کې د ممیزو لسګونه کارخانې موجودې دي او د ۱۵۰ نویو کارخانو جوړول به ډيری کسانو ته روزګار پيدا کړي.

هرات د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د انګور باغونه په کې ډیر دي او هر کال په دغه ولایت کې د انګورو نندارتون جوړیږي.

ډیری خلک له دې کبله هم انګور په ممیزو تبدیلوي چې د دولت لخوا د انګور د صادراتو لپاره کوم ځانګړې برنامه نشته دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x