افغانستان

دختیځې سیمې لیکوالان اوخبریالان په کابل او هرات کې دخبریالانو په پیښو اندیښمن دي

afghan-mediaدافغانستان په ختیځه سیمه کې خبریالان وايي په کابل کې د ژوندون رادیو تلویزون دیوه ویاند تري تم کیدوه او په هرات کې دیوې سیمیزې رادیو دخبریال په ټپي کیدو خواشیني دي دوئ وايي که افغان دولت دخبریالانو په وړاندې دشته ننګونو مخه ونه نیسي دبیان ازادي به ټکنۍ شي

افغان خبریال سیدعبدالله نظامي وايي ((په دولت کې دننه داسې کړۍ شته چې دبیان پرازادۍ پښې ږدي والیان ، وکیلان او دامنیتي ادارو مشران دخبریالان دکار په وړاندې ستونزې پیښوي )) دنظامي په وینا ډیرکم داسې پیښې راځي چې وسلوال مخالفان پکې ورګډ وي نظامي له ددولت نه غوښتنه کوي چې دخبریالانو کاري سیمه کې دې دستونزو دپیښیدو مخه ونیسي

لیکوال او ژورنالیست نعمت الله کریاب وايي  چي نن د رسنیو نړیواله ورځ وه او په دی ورځ هم په هیواد کي خبریالان خوندی نه وه

دده په وینا چي د خبریالانو وهل ټکول د بیان ازادۍ په ښکاره مخنیوي دي

ده په جګړه کي له ښکیلو غاړو غوښتنه وکړه چي د خبریالانو ژوند ته دي پاملرنه وکړی

دیادولو وړ ده چی په کابل او هرات کي د خبریالانو په وړاندي دتاوتریخوالی دا لومړنۍ پیښی نه دی ولی له دی وړاندی د هیواد په بیلابیلو  سیمو کي خبریالان  له تاو تریخوالي پیښو سره مخامخ شوی وه

خبریال زرداد  شینواری 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x