نړۍ

د عربي ژورنالیزم وتلې څېره محمد حسين هيکل د ۹۴ کالو په عمر ومړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل): عربي رسنۍ وايي، چې وتلي عربي ليکوال او ژورنالېست محمد حسين هېکل د ۹۴ کالو په عمر ومړ.

استاد هيکل له تېرې اوږدې مودې ناروغه و او درې اوونۍ وړاندې يې سږو او ګردو خپل فعاليت په مکمله توګه پرېښی و، چې له امله يې خوراک او څښاک هم نه شو کولا.

الاهرام مصرۍورځپاڼې په خپله ويبپاڼه کې د استاد هېکل په مړينه خپله غمرازي خپره کړې ده.

محمد حسين هيکل ۱۷ کاله د الاهرام ورځپاڼې رييس تحرير و.

حسين هيکل ۱۹۲۳م کې د مصر پلازمېنې قاهرې شمال قيلوبيه سيمه کې زيږېدلی و.

۱۹۴۲م راهيسې يې د مصر په رسنيو کې دنده پيل کړې او الاهرام وتلې مصري ورځپاڼې تر څنګ يې د ګڼو ورځپاڼو مشري هم کړي.

۱۹۵۷- ۱۹۷۴پورې د الاهرام ورځپاڼې رييس تحرير و، چې بيا د هغه وخت واکمن انور سادات د ورځپاڼې له رياسته لرې، ۱۹۶۸م پورې د مصر د ستراتيژي او سياسي څېړنو مرکز مشر و او دغه موده کې د عربي نړۍ د ستراتيژي او سياسي پوهې او معلوماتو مرجع بلل کېده، په سياست، ليکوالي، تحليل او ستراتيژي کې يې ځانګړی اسلوب او ليدلوری و، چې ډېر ژورنالېستان او ليکوالان يې روزلي وو.

په شپېتمو کلونو کې د الاهرام ورځپاڼې د رياست تر څنګ د ارشاد وزير هم و، چې بيا يې د دې شرط په مقابل کې وزارت خوشې کړ، چې يا به وزارت کوې او يا د الاهرام ورځپاڼې رياست.

د خپل ژوند په ګڼو پړاوونو کې يې ګڼې سياسي، ستراتيژيکې دندې ترسره کړي او د خپل ژوند په ترڅ کې يې د مصري ولسمشرانو ملګرتيا او دښمنۍ هم ګاللي دي.

استاد حسين هيکل د مصر اوسني تاريخ ژوندۍ نمونه بلل کېده، د جون د انقلاب، بلکې د پخواني مصر واکمن فاروق واکمني يې له نږدې ليدلې وه، د ژورنالېزم دنده يې له څلوېښتمو کلونو پيل کړې وه.

په خپل ژوند کې يې د مصر، اسلامي ګوندونو، فلسطين، اسرايلو او سياست باندې بې شمېر مقالې او لسګونو کتابونه ليکلي دي.

ګڼ کتابونه يې ليکلي، چې ځينې يې په لاندې ډول دي

۱-حرب ثلاثين- د عربو او اسراييلو جګړې په اړه، په څلورو ټوکو کې
۲ المفاوضات السريه بين العرب واسرائيل- درې ټوکه
۳ – أحاديث في آسيا
۴ السلاح والسياسة
۵ خريف الغضب قصة بداية ونهاية انور السادات
۶ زيارة جديدة للتاريخ
۷سنوات الغليان
۸ بد الناصر والمثقفين والثقافة ـ ـحوار بين هيكل ويوسف القعيد
۹ مدافع آية الله: قصة إيران والثورة
۱۰ كلام في السياسة
۱۱ الخليج العربي مكشوف : تداعيات تفجيرات نووية …
۱۲ عام من الأزمات- كلام في السياسة- 2000/2001
۱۳ كلام في السياسة -العربي التائه 2001
۱۴ الامبراطورية الامريكية والاغارة على العراق
۱۵ الزمن الأمريكي من نيويورك إلى كابول
۱۶ العروش والجيوش: كذلك انفجر الصراع في فلسطين 1948-1998: قراءة في يوميات الحرب
۱۷ قصه السويس:اخر المعارك في عصر العمالقه
۱۸ لمصر لا لعبد الناصر
۱۹ مصر والقرن الواحد والعشرون ورقه في حوار
۲۰ المقالات اليابانيه
۲۱ الزلزال السوفيتي
۲۲ الحل والحرب
۲۳ ازمه العرب ومستقبلهم
۲۴ استئذان في الانصراف رجاء ودعاء وتقرير ختامي
۲۵ عند مفترق الطرق
۲۶ عند مفترق الطرق:… حرب !اكتوبر ماذا حدث فيها و ماذا حدث بعدها
۲۷ فلسطين اسرائيل:سلام ام نظام عنصري (محمد حسنين هيكل بالاشتراك مع مروان بشارة
۲۸ اوهام هيكل و حقائق حرب الخليج _ للمؤرخ عبد العظيم رمضان
۲۹ فاروق كما عرفته:مذكرات كريم ثابت كريم ثابت-محمد حسنين هيكل
۳۰ في دهاليز الصحافه : سمير صبحي-محمد حسنين هيكل
۳۱ مقالات هكيل ( ملف مضغوط يحتوي جميع افتتاحيات صحيفة الاهرام عندما كان يرأسها هيكل )
۳۲ احاديث في العاصفة
۳۳ سقوط نظام هل كانت ثورة يوليو 1952 لازمة؟
۳۴ كتاب هيكل او الملف السري للذاكرة العربية -رياض الصيداوي
۳۵ يين الصحافة و السياسة
۳۶ هيكل، الحياة – الحرب – الحب — عادل حمودة
۳۷ حديث المبادرة
۳۸ كتاب خريف الغضب وصلات جديدة :
۳۹ عبد الناصر والمثقفين والثقافة ـ ـحوار بين هيكل ويوسف القعيد وصلة اخرى :

او لسګونو نور کتابو او سلګونو مقالې يې په عربي رسنيو کې خپرې شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې يو بل وتلی عالم، اديب، ژورناليست او سياست پوه محمد حسين هيکل هم تېر شوی، چې ۱۸۸۸ کې زيږېدلی و او ۱۹۵۶کې مړ دی. پخوانی حسين هيکل دوه ځله د مصر معارف وزير هم پاتې شوی او د اديبانو په اتفاق د عربي ناول اول ليکوال بلل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x