نړۍ

چین پر جنجالي ټاپو دافع هوا توغندي ځای پر ځای کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل): امریکا او ټایوان ادعا کوي چې چین په سویل کې د سمندر د جنجالي ټاپوګانو څخه پر یوه یې د ځمکي څخه هوا ته ویشتونکي پرمختللي توغندي ځای پر ځای کړي دي.

د ټایوان د دفاع وزارت ویاند ویلي چې چین تر خپل کنترول لاندي وو ډي ټاپو باندي دافع هوا توغندي نصب کړي، په دغه جنجالي ټاپوګانو کې ټایوان او ویټنام دواړه هیوادونه د خپل ملکیت دعوه کوي.

امریکایې فاکس نیوز هم پر جنجالي ټاپو د توغندیو د ځای پر ځای کیدو راپورونه خپاره کړي، فاکس نیوز داسي انځورونه وړاندي کړي چې پکې اته توغندي ویشتونکي او یو راډار سیسټم لیدل کیږي.

ټایوان وایې چې ځای پر ځای سوي دافع هوا سیسټمونه کولی سي پوځي او ملکي الوتکي په نښه کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او ټایوان ادعاوي په کلکه رد کړي او زیاتوي چې امریکایې رسنۍ غواړي په دې ډول خبرونو خپرولو سره نوي کیسې رامنځته کړي او میدان ګرم وساتي.

د یادوني وړ ده چې د چین په سویلي سمندر او شاوخوا سیمو کې پراته ټاپوګان چین خپل ملکیت ګڼي خو د ټایوان او ویټنام په ګډون ۴ اسیایې هیوادونه بیا د چین سره پر دې موضوع په جنجال کې دي او دلته خپل ملکیت ثابتوي.

د چین سویلي سمندر د تیلو او نورو معدنیاتو څخه برخمن دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x