افغانستاناقتصاد

افغانان د کاله څه کم څلور میلیارډه ډالر رشوت ورکوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل): د شفافیت د نړیوال سازمان د اسیا برخي رییس سریراک پلیپاټ نن په کابل کې د یوې غونډي په ترڅ کې وویل چې افغانان د کاله څه کم څلور میلیارډه ډالر رشوت ورکوي.

د شفافیت د نړیوال سازمان په دغه نوي څېړنه کې چې نن په کابل کې خپره سوه راغلي چې بې وزله افغانان هر کال ۳.۹ میلیارډه ډالر رشوت دولتي چارواکو ته ورکوي، ددغه سازمان د اسیا د برخي رییس وویل چې دغه ټول رشوت بې وزله افغانان ورکوي.

افغانستان د نړۍ په کچه درېیم فاسد هیواد دی، دلته هر کار او دنده د دولتي چارواکو له لوري په پېسو پلورل کیږي او همدارنګه بې وزلو افغانانو ته د خپل حق ورکولو په مقابل کې هم رشوت اخیستل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x