نوې سمارټ فون په یواځې ۳ ډالره بازار ته وړاندې شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۸مه ۱۳۹۴ل): هندي کمپنۍ نن په دغه هېواد کې په یواځې ۲۵۱ هندي روپۍ چې شاوخوا ۳ ډالر کیږي، یو سمارټ فون بازار ته وړاندې کړ.

دغه کمپنۍ چې د هند د لومړي وزیر لخوا ورسره مرسته کیږي، د «فریډم ۲۵۱» په نوم نوی سمارټ فون جوړ کړی چې بیه یې یواځې ۲۵۱ هندي روپۍ ده.

انډین ایکسپریس ورځپاڼې د معلوماتو پر بنسټ دغه مبایل ۴ انچه سکرین، ۱.۳ ګیګاهرټس پروسیسر، ۱ جي بي ریم، ۸ جي بي میموري، ۳.۲ میګاپیکسله شاتنۍ کامره، ۰.۳ سیلفي کامره او ۱۴۵۰ ملي امپایره بیترۍ لري. سربېره پر دې ۳جي هم په کې کاریدلای شي او دوه سم کارتونه خوري.

د دغه مبایل د اخېستلو لپاره نمبر اخیستل سبا د پنجشنبې په ورځ له سهار شپږو پیلیږي او د فرورۍ په ۲۱مه بندیږي.

اوسمهال په هند کې د نوي سمارټ فون بيې له ۲۰۰۰ هندي روپۍ (۳۳ډالر) پیلیږي او ۷۰ -۸۰ زرو پورې رسیږي.

هندي کمپنۍ وايي چې د سمارټ فون په دومره ټيټه بیه خرڅول د هند د لومړي وزیر پروګرام دی چې له مخې یې د هند هېڅ یو عام وګړی باید له ملي پرمختګ له ثمرې محروم نشي.

تر دې وړاندې د هند ریلاینس کميونیکیشن کمپنۍ په ۹۹۹ هندي روپيو یو سمارټ فون بازار ته وړاندې کړی و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د