نظــر

دګوشتې رسوایي او د طالب دښمنو انګولاوې

 

یوولس کاله وړاندې کله چې په ننګرهار دطالبانو واکمني پای ته ورسیده ، نو واک دامریکا ترچتر لاندې  طالب ضد واکمنو په لاس کې واخیست ، د صلیب دغه نوي چرګوټي چې امریکایي ډالرولاندې باندې  غوړ کړي او له بانګه غورځولي وو ، له لومړی ورځې دپاکستان په ګډون ټولو شاوخوا هیوادونو ورته دنرښځیانو په سترګه کتل ، چې په خپلې مور ( وطن ) دغیرت هیڅ ماده په کې نه ښکاریده .

 له همدې امله خو له څلورو خواوو دافغانستان دخوړلو لوبه پیل شوه ، دچمن دروازه ښاغلی بیلدوزر شیرزي صاحب یوه نیم کیلومتره رامخې ته کړه او دچمن له مانده  څخه بیا ترویش پورې  خاوره یې پاکستاني ملیشو ته لله فی الله وروبښله ، په هلمند کې دپاکستان د(ازادپاکستان )لوحه  دبرامچې دبازار خولې ته راورسیدله ، په خوست کې د بټۍ پاکستانۍ  تاڼه چې طالبانو دخپلې واکمني په وخت کې لوټې لوټې کړې اوپه بمونو الوزولې وه ، دنرښځي رژیم له برکته  پاکستانیانو له سره جوړه کړه ، دګلام خان پاکستانۍ ملیشو هم پرمختګ ته دوام ورکړ او له خوړ څخه دترخوبي غاړې ته یې خپل دتلاشۍ چیک پوست واړاوو ، په ننګرهار کې خو بیا خبره تردې هم ورانه شوه ، دکرزي د نرښځي رژیم  په لومړیو دوو کلونو کې  پاکستان  د مومندو په ګوشته کې ترڅلویښت کیلومتره  ډير پرمختګ وکړ ،  هغه مهال چې افغان ملت پالان (!) ډالرو نشه کړي وو ، دپاکستان  ددې اقدام په خلاف یوازې پنجشیریانو مظاهره را وایسته ، اوس مې هم په یاد دي ، دفهیم دشتي په  اخبار ( هفته نامه کابل ) کې یې عکسونه راغلي وو چې عنوان یې وو ( استقبال از یک دیورند دیګر )

هغه ګوشته چې اوس ورباندې  افغان ملت شرموونکي او ارګ وال خپل لوڅ شوی عورت ( د CIA   او  mi6    د ډالري او پونډي کڅوړو رسوایي ) پټوي ، پوره لس کاله وړاندې اشغال شوې وه  ، ګوشته هغه وخت اشغال شوې وه چې حامدکرزي دطالبانو شمیر ۱۲۰ تنه باله او بي بي سي ورته پاته شوني ویل ، کله چې  کرزي تر لومړیو انتخاباتو وړاندې  دپنجشیر او دایکندي ولایت ته رسمیت ورکړ ، دننګرهار ښاخۍ مجلې په خپل یوه طنز کې  دګوشتې اشغال ته په پام سره لیکلي وو ، چې حامدکرزی ډیر هوښیار سړی دی ، دچا پلار والله که افغانستان ترې کوچنی کړي ، پاکستان یې چې څومره خاوره نیولې وه ، په هغه اندازه یې  دوه ولایتونه  ورته اضافه کړل ، او غاښ ماتوونکی ځواب یې ورکړ .

دایوازې جنوبي او ختیځه پوله نه وه  چې  دنرښځي رژیم له برکته له هغه مهاله  له خطر سره مخامخ وه ، په لویدیځ کې هم کیسه همداسې وه ، شرق الاوسط ورځپاڼې د ۲۰۱۱ م کال د جولای په میاشت کې دایراني پوځ دجغرافیې دبرخې  دمسؤلینو له قوله ولیکل چې دایران مساحت په وروستیو څو کلونو کې ۹۵۹ مربع کیلومتره زیات شوی دی ، معلومه خبره ده چې دمساحت زیاتیدل له  دې پرته بله معنا نلري ،  چې ایران دکوم بل هیواد خاوره اشغال کړې ده ، دایران په شاوخوا کې هیوادونو ته په پام سره له افغانستان پرته  دبل هیڅ هیوادپه اړه دا اټکل نه شی کیدلای چې ایران یې خاوره اشغال کړي ، په دې توګه  هغه افغانستان  چې شمالي پوله یې آمو سیند شپيلوله ، په جنوب ، ختیځ او لویدیځ کې دنرښځي رژیم  دبي غیرتۍ او بي کفایتۍ له امله له ګواښ سره مخامخ وو .

په هماغه امتحاني حال کې چې طالب له واکه لویدلی ،  ددنیا بدۍ ته ولاړ ، په منډو سر ، او په لراوبر دوزخ کې سوزیدلی ، او یوازې دخپل ژوند او اهل وعیال دساتنې فکر اخیستی وو، دننګرهار ګوشته  پاکستاني عسکرو ونیوله ، افغان ملتیان ، نشنلیان ، بې طرفه ، بې شرفه  اوددیموکراسي او مدني ټولنو  ټول ایجړاګان په ډالري خوب ویده وو ، یوازې دننګرهار یو خبریال  عزت الله ځواب چې دجنګ او سولې له انستیتوت سره یې دخبریال په حیث دنده اجراء کوله ، ورغی  دګوشتې حال یي واخیست ، سره له دې چې  اخیستي عکسونه او کیمره ترې پاکستاني عسکرو  وسوزول ، خو داشغال ددې تاریخي پیښې په اړه یې یو خوندور راپور تیار او په مینه مجله کې یې نشر کړ ، له دې پرته بل هیڅ خبریال ، فیسبوکی ، واګی ، کمونیست ، قلموال او یا بل څوک نه شي ثابتولای چې کوم چادې هغه وخت په خپل وخت  دګوشتې داشغال په اړه داعتراض غږ پورته کړی وي .

غفور لیوال چې هغه وخت یې دازادۍ په راډیو کې امریکایي ډالرو ته لمن ویړه کړې وه ، ن  ، د   چې دپژواک په چینل ورته دامریکایي سفارت او دخلیل زاد له جیبه ډالر راتلل ، عصمت قانع چې دامریکا غږ ډالرو یې ضمیر وژلی وو ، او شیراحمد حیدر  چې له خلیل زاد افتتاح کړي پژواک سره دندې ته یې ځان جوړاوو ، ددوی ټولو ضمیرونه  دهغې امریکا ډالرو زولانه کړي وو ، چې له پاکستان سره یي ستراتیژیکه ملګرتیا لرله ، او مشرف یې داسلام په خلاف دصلیب دلومړۍ کرښې جنګیالی باله ، همدا تړاو وو ، چې ددغو خلکو ( چې اوس له طالب نه سپیناوی غواړي ) په خولو یې دسکوت مهرونه وهلي وو ، ایمان یې په ډالرو بایللی او دمور وطن  مینه یې دپاکستاندوستې امریکا ترسر ځار کړې وه ، نوځکه په همدې کنګه کونګیا کې ګوشته لاړه  ، مفته لاړه ،  دوطن ساتنې میړه ( طالب ) چې خپل او پردي ټول ورته بلا وو ، خپل غم ترې د ټول وطن غوندې ګوشته هم هیره کړې وه ، طالب دغرونو غرڅنی وو  او وطن نرښځیانو ته پاته وو نوځکه  له پنجشیري مظاهرچیانو او عزت الله ځواب پرته هیچا هم په خپل وخت په ګوشته ونه  ژړل بلکې دفهیم دشتي دهغه مهال په خبره په خپل سکوت سره یې له یوه بل ډیورنډ څخه هرکلی وکړ .

ښایي ځیني به وایي چې زه  څنګه  دشورای نظار له فهیم دشتي څخه مننه کوم ، باید ووایم چې تردغو بيغیرته مړتتو ملتپالو  چې تراوسه یې  دغیرت او بي غیرتۍ تعریف ونه پیژاند ، نه دغرب په غلامۍ وشرمیدل نه دشرق ، که بر یې دپنجاب په ضد مظاهره کوي ، کوز سورخولی  غلام احمد بلور یې دراولپنډۍ په  جنرل هیډکوارټر کې له کیاني سره په یوه سټیج  په هماغه ورځ یوم شهداء لمانځي او وایي ( پاکستان کې سلامتي کې لیی عوامي نشنل پارټي پاکستاني فوج کې شانه بشانه کسي قرباني سې دریغ نهي کریګې ) داد شرف او  اولس سوداګران چې په تاریخ کې په هیڅ ونه شرمیدل ، خلقیان دوی وو ، کمونیستان دوی ، دامریکا جاسوسان او ملاتړي  دوی دي ، او دوطن او دین په خلاف له هیڅ غدارۍ یې مخ ونه ګرځاوو ، دداسې بیدیننانو او غوړمخو څخه  هغه پنجشیری سل وارې ډیر شرف لري ، چې که نور هیڅ نه وي میړانه خولري ، دښمني خو یې دنر دښمني دي ، که دښمني کوي هم په نره یې کوي نه داچې دملتپالو نرښځیانو غوندې یې سړې او تودې اوښکې نه معلومیږي ، اود هرماډل خایو مالش یې زده وي  ، راځم اصلي خبرې ته .

ګوشته په داسې وخت کې لاړه چې دکرزي رژیم په رښتیني معنا برسراقتدار وو ، او په ټول هیواد یې واکمنۍ لرله ، طالب په چریکي او زیرزمین  موقف کې وو ، او کرزي ویل  چې دطالبانو شمیر  ۱۲۰ تنه دی ،  نو بناء دګوشتې دبایلات  ټول مسؤلیت هغو ته راجع دی ، چې هغه مهال یې دقدرت او خرمستۍ وختې وې ، دوی که اوس دګوشتې دګټلو لپاره فزیکي برخورد کوي ، که مظاهرې یا قلمي مبارزه باید هغه وخت یې کړې وای ، وطن یوازې اوس مور وطن نه دی بلکې هغه وخت هم وو ، دغه دګوشتې شاعران او دفیسبوک زمریان هغه وخت چیرې وو ، چې اوس دخپل بیغیرتی تاوان او سپیناوی له طالبه غواړي  .

پاکستان یوولس کاله ګوشته وخوړه  خو نرښځي دروغجن  ملت پالان هغه وخت په کې راویښ شول ، چې پاکستان په دې سیمه پخې پوستې او پوځي تاسیسات هم مکمل کړل ، عیني په همدې ورځو کې  نیویارک ټایمز او ګارډین په ترتیب سره ارګ ته د ډالرو او سترلینک پاونډ د  کڅوړو دورکړې خبره رابرسیره کړه ، ارګ په نوې رسوايي کې ډوب شو ، او دهمدې رسوایي څخه  دعامه دتوجه دګرځولو په خاطر د ګوشتې بایلونکو ارګ میشتو  سرحدي عسکرو ته  قومنده ورکړه چې په پاکستانیو پوستو برید وکړي .

دګوشتې سرحدیانو په پوره میړانه دپاکستانیانو په پوستو برید وکړ ، پوستې یې ونیولې او وینه  یې تویې کړه ، خو له دې  ناخبره  چې وینه یې  دګوشتې دګټلو لپاره نه  بلکې  د ارګ میشتو دلوڅ شوي شرم دپټولو او عامه توجه  د په بله کولو لپاره  وکارول شوه .

 که چیرې  له دغه نرښځي رژیم سره دګوشتې دخاورې دګټلو غم وای نو پاکستان خو داسیمې  لس کاله وړاندې لا لاندې  وې ، او په همدې سیمه کې پوستې یې هم څوکاله پخوا لا جوړې وې ، هغه مهال دغه ننګیالي چیرې وه ، دا لیکنه دې شاهده وي چې همدغه پوستې چې دکابل حکومت ورباندې خپل شخصي لوبه ګرمه کړې ده ، همدغه مړتت کرزی به یې بیرته  پاکستاني عسکرو ته ورپریږدی او  خپلو سرحدیانو ته به دعقب نشینۍ قومنده ورکوي .

دا خو هغه لوبه ده  چې دارګ او پنجاب ترمنځ روانه ده چې په مابین کې یې دقاسم خان غوندې  دناخبرو وینې ارزانه بهیږي ، ارزانه ځکه ورته وایم هغه حکومت  چې هیڅ تعهد نلري آیا دهغه لپاره دوینې ورکول روا دي ، په همدې سرحدي سیمه کې چې دکرزي سرحدي عسکر ته دنس ناجوړي پیدا شوه آیا  دعلاج لپاره دپیښور دپاکستان دملیشو هسپتال ته وانه ستول شو ، له داسې دریځه به  څرنګه  دکابل رژیم له پاکستان سره خپلې دوستۍاو دښمنۍ پولې مشخصي کړای شي ؟؟

زما ددې لیکنې اصلي مخاطب هغه څوک دي ، چې په دې تبلیغاتي سیاسي لوبه کې ، خپل آسونه چاغوي ، او بې له دې چې دموضوع په حقیقت ځان پوه کړي ناپړیتي غږوي .

یوشمیر مطرحو شخصیتونو چې لس کاله یې په ډالرو شخوند وهلی او اوس یې هم کولمې ترپینټګانه تړلې  په خپلو وروستیو لیکنو او اظهاراتو کې دګوشتې په مسئله کې طالبان ګرم کړي ، چې ولې دکرزي له عسکرو سره نه دریږي او جګړه نه کوي .

ښاغلیو که رښتیا درته ووایم دیوه طالب په صفت خو ماته  دکرزي او زرداري والله که هیڅ فرق هم وي ، دواړه داسلام ، افغانستان او طالبانو دښمنان دي ، طالبان یې وژلي ، طالبان یې   نیولي او دواړو دطالبانو په سر له  امریکا څخه پیسې اخیستي دي ، نو چې زما ددوو دښمنانو سره جنګ وي ، زه به دخپل یوه دښمن په طرف دریږم که  به ورته  نوکان جنګوم .

نه والله که  پنجاب دومره زړورتوب او متره لري چې دسرلوړي افغان په  یوه لویشت خاوره هم  دتل لپاره خیټه واچوي ، او نه بالله که کرزی دومره ننګیالی وي چې دوطن ساتونکي په حیث سړی ورسره ودریږي ، که کرزی دومره ننګیالی وي لومړی باید داپوښتنه ترې وشي چې دا څلویښت کیلومتره خاوره  یې دچا په واکمني کې لاندې کړه او څه وخت یې لاندې کړه ، چې اوس په کې راویښ شوې .

ښاغلیو داسلام او طالب دښمنانو ددې په ځای چې خپل . . . .  په طالب تاوان کړئ او په هره مسئله کې مسؤلیت طالب ته راجع کړئ ، ښه خبره داده چې لومړی په خپل ګریوان کې سرونه ښکته کړئ او خپل ځان ته فکر وکړئ ، چې آیا په خپله خپلواک یاست ، او که  کولمه  مو له  کوم غربي پردي یرغلګر راشن سره تړلې ده .

طالب خو د اسلام او وطن حق په سرمال او تن ټولو ادا کړی ، ددې اولس او وطن لپاره  دطالب دقربانیو څلي خورا هسک دي ، چې ستاسو غوندې ړندو ښایي نظر هم ورته ونه رسیږي .

طالب خو ستاسو غوندې منافق نه دی  چې ښکته لاړ شي او دسوات او حیات اباد په خرمستیو واوړي نو دامیرعبدالرحمن روح ته دعاوې کوي چې دا یوه ټوټه خاوره یې په انګریز خرڅه کړې او ستاسو دهوس سړولو ته یې ځای اماده کړی ، خو چې لوړ وطن ته راشي نو بیا دخپلواکۍ وطن ساتنې او لوی افغانستان سریندې غږوي .

طالب خو دخپلې واکمنۍ په مهال ټولې پولې په خپل حال وساتلې ، او حتی په تورخم ، ګوشته ، خوست  ، پکتیکا او هلمند کې دپاکستان رامخکې شوې ټولې پوستې یې ونړولې ، دا خو تاسو بیغیرتان واست چې دهیچا حیا نه درپورې کیږي ، او پردي له هرې خوا په وطن راخیږي .

طالب ته خو دومره ستر کافر ور له غاړې دی چې پخوا یې په تاریخ کې ساری نه شته ، او بله داچې تاسو هم  ورسره ملګري یاست ، آیا دا به په ځای وي  چې په داسې حال کې بیا هم دملامتۍ ګوته طالب ته نیسئ ، چې نه یي شئ کولای او وطن نه شي ساتلی خو پرې یيږدئ .

طالب په داسې حال کې چې له یوې خوا یي دښمن ، ترهګر ، عقب ګرا او پردی بولئ ، له دې وروسته مجبور دی چې ستاسوشخصي  تبلیغاتي شخړې هم درته وپالي ، ستاسو شخصي امنیت هم وساتي ، او بالاخره یو یو واده هم درته وکړي .

خبر اوسئ ، چې دا وطن په انګولاوو  او دښځو غوندې په  دعوو دنګلو نه ساتل کیږي ، او نه شعار بازي فایده کوي ، وطن په وینه ساتل کیږي ، هغه  څه چې طالب ورته اماده دی ، خو ستاسو یې په لیدلو زړه بریښي .

_____________

لیکنه دلیکوال خپل نظر دی – اداره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x