نړۍ

د ترکیې په پلازمینه انقره کې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل): د ترکیې په پلازمینه انقره ښار کې د نظامي ادارو پر یوه موټر چاودنه وشوه، چې له امله یې پنځه تنه مړه او لس تنه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د مړو او ټپیانو کره او وروستی شمېره نه ده اعلان شوې، خو لږ مخکې د پلازمیني ښاروال یاده لومړنۍ شمیره اعلان کړه.

د الجزیره تلویزون خبریال عمر خشرم ویلي، ددې چاودني ځانګړتیا داوه چې په داسي یو مهمه سیمه کې را منځته شوې، چیري چې د پرلمان ودانۍ، د سمندري ځواکونو مرکزي ودانۍ او همداسي یو شمېر وزارتونه وجود لري.

نوموړي وویل چې د چاودني وروسته سیمي ته د ځان ژغورني ټیمونه او همداسي د اطفائيې والا او امنیتي ځواکونه رسیدلي.

ښاروال د چاودني نوعیت په اړه وروستی پریکړه نه ده کړې، خو ویلي، دا چاودنه کیدای شي د یو داسي موټر په واسطه تر سره شوې وي چې د چاودېدونکو توکو څخه ډک شوی وو.

ددې تر مخه هم په انقره او استانبول کې د اسلامي دولت ډلي له لوري ورته چاودني شوې، چې له امله یې په لسګونو ولسي وګړي وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x