نړۍ

د انقره په چاودنه کې د مرګ ژوبلي شمېر تر شپيتو واوښت

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۹مه، ۱۳۹۴ ل): د ترکیې په پلازمینه انقره ښار کې د امنیتي ځواکونو پر موټریز کاروان چاودنه شوې، چې له امله یې د وروستیو شمېرو سره سم ۱۸ تنه مړه او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه هم د مړو او ټپیانو وروستی شمېره نه ده معلومه خو ویل کیږي درې عسکري موټر او یو ولسي موټر له منځه تللي.

د الجزیره تلویزون خبریال عمر خشرم ویلي، ددې چاودني ځانګړتیا داوه چې په داسي یو مهمه سیمه کې را منځته شوې، چیري چې د پرلمان ودانۍ، د سمندري ځواکونو مرکزي ودانۍ او همداسي یو شمېر وزارتونه وجود لري.
نوموړي وویل چې د چاودني وروسته سیمي ته د ځان ژغورني ټیمونه او همداسي د اطفائيې والا او امنیتي ځواکونه رسیدلي.

د انقره ولایت والي محمد قلیجلار رسنیو ته د چاودني نوعیت په اړه ویلي، دا چاودنه کیدای شي د یو داسي موټر په واسطه تر سره شوې وي چې د چاودېدونکو توکو څخه ډک وو.
ددې تر مخه هم په انقره او استانبول کې د اسلامي دولت ډلي له لوري ورته چاودني شوې، چې له امله یې په لسګونو ولسي وګړي وژل شوي دي.

ویل کیږي چې په انقره کې د چاودني وروسته چارواکو تلیفوني شبکې بندي کړی، او شاوخوا سیمي یې ټوله کلابنده کړي دي. په ورته وخت کې د ترکیې پر خبري تلویزونونه بندیز لګېدلی چې ددې چاودني په اړه به د زیاتو معلوماتو خپرولو څخه ډډه کوي.

د ترکیې رسنیو ددې تر مخه وړاندوینه کړې وه چې د سوریې څخه یو شمېر تروریستان د کډوالو په ضمن کې د تخریبي موخو لپاره راتلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

یا الله مسلمان هيوادونه زمونژ افغانانو په آزار مه نيسي، یا الله سره لدی چی مونژ يي نه تنها د کفر او اشغال رحم و کرم ته تک و تنها پری ايشي وو، بلکه زمونژ په نابودی کی يي د هغوي ملگرتيا کوله، مونژ يي په هغه نومونو يادولو په کومو چی کفار و اشغالگرانو يادولو، خو زمونژ بیا هم د اسلامی ورورولي په پار زره پری خوژيژي، خیر که د دوی معامله د اسلامی اخوت پر زاي په مادي مصالحو ولار ه ده ، یا الله مونژ افغانان ددی زمکي پر مخ له تا پرته بله اسره نلرو یا… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

غوربندی صاحب ، ستاسی دعا می ډیره خوښه شوه ، مګر دا چه وایی د افغانانو په ازار نور مه نیسی درسره توافق نه لرم ، اسلام په افغانیت او ترکیت نه دی ، په ترکیه کی هم ښه او بد خلک شته او افغانانو کی هم ، حتی زمونږ خلک چه ټول کفر او د هغو غلامان یی د ماتی په درشل کی درولی دا د شو افغانانو اسلامی ویاړنه او لویه لاسته راوړنه ده حتی مظلوم بشریت پری ویاړنه کوی د افغان مجاهدینو سپیڅلی جهاد او جهادی کړنو ته هیله مند دی چه له امله به یی د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x