نادري ناولدهنړۍ

له داخله د رسول الله صلی الله علیه وسلم قبر – ویدیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د سعودي د حرمینو شریفینو د ادارې مشرتابه له لوري یوې خپره شوې ويډیو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم قبر په لومړي ځل ښودل شوی دی.

په ویډیو کې د یادې ادارې یو تن مسوول په لومړي ځل د رسول الله صلی الله علیه وسلم قبر له داخله معرفي کوي.

دغه ویډیو چې دوه ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، تر دې مهاله سلګونه زرو کسانو لیدلې ده.

ویډیو کې د عکسونو له لارې لومړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم کورونه ښودل کیږي. وروسته د فاطمې رضي الله عنها له دروازې څخه داخل ته ننوځي. دننه پخوانۍ مرمر تیږي ښکاري، چپ لوري ته د فاطمې رضي الله عنها محراب چې تر شا یې د نوموړې صندوق او کټ دی. دغه صندوق او کټ کې به د خلافت د امیرانو تحفې او سره زر اېښودل کېدل.

تر دې شاته یوه پرده ښودل کیږي چې تر شا یې ۶ متره لوړ دیوال دی. دغه دیوال د عمربن عبدالعزیر رحمه الله د خلافت پر مهال جوړ شوی، بند دی، دروازه نه لري او په داخل کې يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګرو ابوبکرالصدیق او عمر رضي الله عنهما قبرونه دي.

د ټولنیزو رسنیو فعالان وايي چې د دغو عکسونو خپرول د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبر په اړه موجود خرافاتو په له منځه وړلو کې مهم رول لوبولی دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زما په اند ، هغه کس چه دا لوی ځدمت او د حضرت محمد ص د قبر پیژندنه او په اړه یی ورله پوره معلومات وراندی کړی ، دا هغه څه وو چه د سعودی شیخانو او سلفیانو باید دا کار له اوله کړی وی ، مڼی دی خورم خو خواړه او اوبه نه درکوم ، په هر صورت دا چه اوس وشو هم ښه کار وشو د هغه د قبر ښودنه بدعت نه دی او نه د انسان تصویر دی چه له امله به یی شرک او بدعت متصور شی دغه کس چه دغه خدمت یی ترسره کړی زه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x