افغانستان

کابل کې د شرابو څښلو له امله اووه تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د کابل دوولسمې حوزې احمد شاه بابا مېنې اوسېدونکي وايي، چې په يو کور کې دوه ښځې، څلور سړي او يو ماشوم په داسې حال مړه موندل شوي، چې د شراب څښلو له امله يې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دوولسمې حوزې جنايي آمر رسنيو ته ويلي، چې په مړو شوو کسانو کې د کابل خلکو د شورا يو استازی هم دی.

له دغوو اوو کسانو پرته د فاطمې په نوم يوه ۲۵ کلنه نجلۍ په کوما حالت کې ابن سينا روغتون ته راوړل شوې، د رسنيو استازو د دغې نجلۍ انځورونه هم اخيستي وو، مګر امنيتي چارواکو ترې بېرته اخيستي او له خپرولو يې منعه کړي دي.

د ابن سينا روغتو رييس عبدالوکيل پرواني رسنيو ته وويل، چې څلور ورځې وړاندې په کوما حالت کې راوړل شوې نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ابن سينا روغتون سرچينې وايي، چې له دې نجلۍ سره ځينې نور کسان هم روغتون ته راوړل شوي وو، مګر په رسمي توګه يې د هويت له څرګندولو ډډه وکړه.

د محمد خالد په نوم د سيمې اوسېدونکی وايي، چې له تېرو څور ورځو يې د احمد شاه بابا مېنې امنيت ښار ګوټي کې يوه ښځه له يو ماشوم سره ليدله، چې دې کور ته به راتله او دوی له دې امله غرض پرې ونه کړ، چې دلته به يې کډه راغلي وي، مګر څو ورځې وروسته پوه شوو، چې پوليس راغلل او د خلکو مړي يې له ځان سره د شپې يوړل.

هغې کورنۍ، چې د همدې ودانۍ لاندې پوړ کې يې ژوند کاو، د امنيتي ځواکونو د وېرې له امله يې خپل کور پرېښی او د کور څښتن هم نه پوهيږي، چې دا پېښه څنګه حل و فصل کړي.

د عبدالباري په نوم د سيمې يو اوسېدونکي نن ټکی اسيا ته ويلي، چې امنيتي ځواکونه د پېښې ځای ته راغلل، د سيمې خلک هم ورسره دې کور ته ننوتل او په خپلو سترګو يې وليدل، چې کوټه کې د شرابو بوتلونه پراته او پوليس وايي، چې دوی دغه خلک په داسې حال کې مړه موندلي، چې جامې يې پر تن نه وې.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د پېښې پخلی کوي او وايي، چې دغه قضيه يې عدلي طب ته لېږلې او هلته د پېښې په اړه پلټنې پيل شوي.

دا قضيه څلور ورځې د خلکو له سترګو پټه ساتل شوې وه، مګر د سيمې خلک د امنيتي ځواکونو د پرله پسې تلو راتلو له امله له دې پېښې خبر شول او رسنيو ته يې هم خبر ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

که دا واقعه شوی ده نو بیا چیرته دی دشیطانی او دجالی حقوقو فعالان چی دغه انتحار وغندی او چیرته دی دبی ناموسی حقوق پالان چی دا بی ناموسی او بی حجابی وغندی او چیرته دی ظالمان چی خلک بی عدلی او جهنم ته را بولی که دهر چا شک پاتی وی داخری زمانی درسیدو او ددجال دکارنامو او فتنو نو هرومرو دی خپل زان تداوی کړی درسول الله ص په مبارکو احادیثو چی سوارلس کاله مخکی فرمایلی او دقیامت دنږدیوالی نخی او فتنی دی زان ته معلوم کړی چی یو یو ثابت شوی او نوری هم دیر زر خکاره… نور لوستل »

Hyatullah

انما الخمر والمیسر والانصاب والا ظلام رجس من عمل الشیطان فاجتنوه لعلکم تفلحون

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x