نظــر

د شهید مولوي نصرالله منصور د شهادت ۲۳ تلین

ابوعابد زرمتی

د ۱۳۷۱هـ لمریز کال د سلواغې د میاشتې په شلمه نيټه د هیواد یو تکړی عالم او مجاهد مشر مولوي نصرالله منصور رحمه الله په یوه چاودنه کې د شهادت لوړ مقام ته ورسید شهید مولوي نصرالله منصور د افغانستان او اسلامي نړۍ په سطحه د هغو علماء کرامو له ډلې څخه و چې الله تعالی ورته د علم،فضل، دیانت، خدمت، جرأت او امت ته د خیررسانۍ په کارونو کې لویه برخه ورکړې وه .

نوموړی نه یوازې په شخصي لحاظ یو متدین او محکم مؤمن و، بلکې د علم، جهاد،دعوت، اسلامي سیاست او د مسلمانانو د رهبرۍ په برخه کې یي هم کارنامې د یادولو وړ دي.

دلته که د شهید منصور صاحب د ژوند او خدمتونو ټول اړخونه راسپړو ښایي داسې څه زموږ د لیکنې تر حوصلې لوړ کار وي او زموږ په دې لنډه لیکنه کې به ځای نشي نو ځکه هڅه کوو چې د نوموړي د ویاړمن کردار یوازې په سیاسي او تعلیمي برخو رڼا واچوو.

د شهید منصور صاحب یو ستر او امتیازي خدمت دا و چې دیني علماء کرامو ته یي د رهبریت او سیاسي زعامت هیره شوې فریضه وریاده کړه، علماء کرام چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وارثان دي، نو لکه څنګه چې د صغری امامت د ترسره کولو او محراب پاللو دنده لري همداسې ورته له نبي علیه السلام څخه د کبری امامت یعني سیاسي رهبریت فریضه هم په میراث پاته ده .

د پیړیو په اوږدو کې خصوصا د لویدیځ د څو اړخیز سیاسي،فکري او پوځي استعمار له امله د اسلامي امت علماء کرام دې ته مجبور کړای شوي و، چې له سیاست څخه ځان ګوښه وساتي،پیړۍ وشوې چې علماء کرامو خپله دا دیني فریضه هیره کړې وه، د عالم او ملا نقش یوازې تر محراب او دیني تدریس پورې خلاصه شوې وه، همدا لامل و چې سیاسی زعامت دداسې کسانو لاس ته لویدلی و چې نه په دین پوهیدل او نه یي هم د ساتنې او اشاعت لپاره د جهاد اراده او جرأت درلود.

د افغانستان په سطحه له ډیره وخت عام شوی باور دا وه چې دیني عالم باید یوازې تر خپل مسجد او حجرې پورې محصور پاته شي، عالم په سیاست کې د مداخلې یا نظر ورکولو حق نلري چې تر ډیره خو یو شمیر علماء کرام هم په خپل دې موقف قانع شوي وو.

شهید مولوي نصرالله منصور د هغو ويښو او بادرکه علماء کرامو له جملې څخه و چې له پیړیو سکوت وروسته یي په لومړي ځل د خدام الفرقان تنظیم له لارې د علماء کرامو یو سیاسي خوځښت رامنځته کړ،دا هغه خوځښت و چې په افغانستان کې یي تر ټولو مخکې د کمونیزم، بي دینۍ، فسق او فجور په خلاف د مبارزې بیرغ پورته کړ.

د خدام الفرقان تنظیم چې مؤسس یي د قلعه جواد مبارک حضرات کرام وو، یو تر ټولو مخکښ او مشهور فعال یي شهید مولوي نصرالله منصور و، چې په ډیر جرأت یي ددیني دعوت، ویښتیا او دیني تنویر په لاره کې مبارزه کوله،په دې لاره کې یي ډیر تکلیفونه وګالل،سفرونه، هجرتونه،لوږې ، تندې او له بیلابیلو کړاوونو سره مخامخ شو.

د شهید مولوي نصرالله منصور د هماغو سیاسي او دعوتي هلو ځلو په برکت دافغانستان په علماء کرامو کې یو ځل بیا سیاسي جذبه راژوندۍ شوه، دوی ته خپله هیره شوې وظیفه ور په یاد کړای شوه،علماء کرام منسجم شول، او د دیني تعلیم او تدریس تر څنګ یي د هیواد په سیاسي زعامت کې هم د ونډې درلودو اراده وکړه.

د کمونیزم په خلاف د جهاد په مرحله کې همدغه علماء کرام چې د اسلامي نظام د حاکمیت او کمونیستي کفر د محو کولو ارمان یي درلود د هیواد په ګوټ ګوټ کې د جهادي مشرانو او قومندانانو په حیث وځلیدل، دوی د خپلې پاکې او مخلصانه مبارزې په برکت کمونیستي کفر ته شکست ورکړ، روسان وتښتیدل او افغاني کمونیستانو هم شکست وخوړ ، علماء کرامو چې د جهاد په لاره کې یي ترټولو ستره ونډه درلوده له کمونیزم وروسته دقدرت په جګړو کې له شرکت څخه یي په بشپړه توګه ځان وساته .

کله چې د تنظیمي جګړو په مهال د افغانستان د جهاد ثمره له خطر سره مواجه شوه او مؤمن ملت له بیلابیلو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ شو، یو ځل بیا همدا علماء کرام او دیني طالب العلمان و چې هیواد او اولس ته یي د تجزیې، فساد او هرج او مرج له فتنو څخه نجات ورکړ، په دې مرحله کې د علماء کرامو او طالبانو سیاسي حرکت ثابته کړه چې یوازې همدغه دیني مبارزین کولای شي د خپل ملت ارمانونه ترسره او له مال او عزت څخه یي دفاع وکړي.

په دې مرحله کې که څه هم شهید مولوي نصرالله منصور شهید شوی و، مګر د نوموړي نږدې ملګرو، شاګردانو او همسنګرانو د اسلامي امارت په قیام کې د پام وړ کردار ترسره کړ او په دې برخه کې ویاړمنه او تاریخي کارنامه ترسره کړه .

د سیاسي مبارزې او جهاد تر څنګ د شهید مولوي نصرالله منصور بل تاریخي کردار د علم او معارف د پراختیا او انکشاف په برخه کې و، نوموړي د اسلامي امت د ټولو ستونزو حل یوازې د علم د رڼا په پراختیا کې لید.

نوموړي باور درلود چې د مسلمانانو د زوال او وروسته پاتې والي ستر علت جهل، ناپوهي او د سیالانو له سیالۍ ځان وروسته کول دي. نوموړي لکه څنګه چې په خپله متبحر دیني عالم و د عصري علومو د پراختیا په لاره کې یي هم ستر خدمتونه ترسره کړي دي.

شهید مولوي نصرالله منصور د عصري علومو په اړه هیڅ تنګ نظري نه درلوده بلکې عصري علوم یي هم د ددیني علومو په شان فرض بلل، ځکه چې له دې علومو سره د مسلمانانو مادي پیاوړتیا راځي او د کفارو له احتیاج څخه خلاصیږي .

شهید مولوي نصرالله منصور د تعلیم او تربیې په اړه یو کتاب لیکلی چې نوم یي دی . ښوونه او روزنه د اسلام په رڼا کې . نوموړی ددې کتاب په اتلسم مخ کې د عصري علومو په اړه د تبیین المحارم کتاب څخه په حواله لیکلي دي.

و اما فرض الکفایة من العلم فهو کل علم یستغنی عنه في قوام أمورالدنیا والدین کالطب والحساب والنحو والصرف و. . . . . . .

وکذا علم الاثار والاخبار والعلم بالرجال واسامیهم ، واسامي الصحابه وصفاتهم والعلم بالعدالة بالروایة والعلم باحوالهم لتمیزالضعیف من القوی والعلم باعمارهم واصول الصناعات والفلاحة والحیاکة والسیاسة والحجامة.

ژباړه : او هرچې فرض کفایي علم دی نو داهر هغه علم دی چې ددنیا دکارونو په قوام کې ورته ضرورت لرو او ضرورت موورباندې رفع کیږي ، لکه طب ، حساب ، نحو ، صرف داسې نور ډیر علوم دغه راز داثارو ،اخبارو ، رجالو او دهغوی په نومونوعلم ، دصحابه کرامو دنومونو او صفتونو علم ، داحادیثو د رواتو او دهغوی په عدالت علم راوستل ، درواتو داحوالو او دقوي او ضعیف دتمیز علم ، ددوی په عمرونو علم ، دغه راز دصنعتونو دقاعدو یا قوانینو علم ، ددهقانۍ علم ، داوبدلو علم ، دسیاست علم او دوینې ایستلو علم .

دفقهاء کرامو په دې تفصیل کې که هرڅوک تامل او فکر وکړي نو هرومرو به دا وپيژني چې داسلام دین داسلامي ثقافت او لوړ مدنیت دڅانګو او رشتو څخه دهرې څانګې او رشتې د متخصصینو موجودیت فرض ګڼلی ، په دې هم فقهاء تصریح کړې چې که چیرې مسلمان دستنې جوړولو ته اړ وي اوپه مسلمانانو کې دستنې جوړونکی نه وي نو ټول مسلمانان دفرضو پریښودلو په ګناه کې شریک ګرځي .

دعلومو له ډلې څخه هر ګټورعلم له کفایي فرضو څخه ده او تبحر په کې مستحب دی مثلا د زړه په معالجه کې تخصص فرض کفایي او تبحر په کې مستحب دی ، همدارنګه دپټرولو راایستلو علم او دهغوی لپاره دځمکې دطبقو پیژندلو ( جیولوژي ) او نفتو دراایستلو ، د آلاتو ترتیب ، تصفیه او نور چې یوازې دپټرولو دراایستلو او اماده کولو علم تراتیا پورې مختلفې برخې او پړاوونه لري چې دهرې برخې تخصص یې فرض کفایي دی ، دغه رنګه دطب ، زراعت په ټولو څانګو ، نوي صنعت او اتوم په برخه کې او دصنعت ترهوایي او بحري ټولو برخو پورې په دې علومو کې تخصص او زده کړه یې فرض کفایي ده .

د شهید منصور صاحب له لوړې لیکنې څخه څرګندیږي چې نوموړي عصري علومو ته په څومره اهمیت قائل و همدا لامل و چې نوموړي همیشه د عصري علومو له مکاتبو، لیسو او پوهنتونونو سره رابطه درلوده او په هغوی یي ځانګړی شفقت درلود.

په دې سربیره ددیني علومو په برخه کې نوموړي د هجرت په دیار او افغانستان کې خورا ستر کارونه ترسره کړي دي، ډير مدارس یي جوړ کړي او ډیر زیات طالبان یي تربیه کړي دي چې د نوموړي د جاري صدقې په حیث تر اوسه په بیلابیلو برخو کې په دیني او جهادي خدمتونو بوخت دي.

په پای کې به د شهید مولوي نصرالله منصور صاحب روح ته دعاء وکړو چې الله تعالی دې دده خدمتونه قبول کړي او برکات دې یي په زامنو او لمسیانو کیږدي تر څو ددین همداسې خدمتونه ترسره کړي. آمین یارب العلمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x