ټولنیزه برخه

د خدای ورکړه «د خوند او پند کيسې»

ژباړه: حمدالله حلمیار

دوه په سترګو ړانده سوالګر وو، دوی چي د هارون الرشید د ښځې ملکې زبیدې د سخاوت کیسې اوریدلې وې نو ځکه به یې هر سهار د باچا د ښځې د قصر په دروازه کې کچکولونه نیولي وو.

یوه ړانده به چي خیرات غوښتی نو ویل به یې: خدایه ستا مهربانې ته ناست یم، ستا څخه روزي غواړم…

دوهم به ویل: خدایه د باچا میرمنه راباندې مهربانه کړې…

او ملکه زبیده چې به تیرېده او د دواړو خبرې به یې اورېدې نو هغه ته چي د الله مهرباني یې غوښته ۲ دیناره ورکول او هغه ته چي ددې(د باچا د میرمنې) مهرباني یې غوښته یو سور کړی چرګ او د چرګ په نس کې لس دیناره ورکول…

نهه ورځې همداراز تیرې شوې، لسمه ورځ د عادت خلاف یو سوالګر ناست وو او ملګری یې نه وو، ملکې هغه کس ته وویل چې ایا نور بس نه دی؟؟

دادی لسمه ده چي له تاسره ښه ډیره مرسته کوم او هغه بل ملګری چې د خدای هیلې ته به ناست وو پر لږ مرسته هم قناعت کړی ده او پخپله مخه تللی…

سوالګر رابرګ شو او ورته ویې ویل: کومه ده چې ډیره مرسته دې راسره کړې…!؟ خو هره ورځ دې راته یو سور کړی چرګ رالیږه او ما هم پر خپل ملګري په دوه دیناره پلورلی ده، ځکه ما د چرګ پر ځای پیسو ته اړتیا لرله…
ملکه موسکۍ شوه او ورته ویې ویل: ساده انسانه! ما د هغه سور کړي چرګ په منځ کې لس لس دیناره هم درته رالیږل، او تا ساده به په دوه دیناره پلورل…

هغه کس چي د خدای مهربانې غوښتې وه دادی نن یې شې ډیرې پیسې وموندلې… او تاچې د بنده مهرباني غوښته نو پر هماغه حال یې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x