افغانستان

کندوز کې د پاکستان ضد جګړې تیارې لپاره ملې اتڼ وشو

همایون بابر /۰۴/۰۵/۲۰۱۳

د کندوز یوشمیر قومې مشرانو اوسپېن ږیرو ترڅنګ د یاد ولایت سیمه ییزو چارواکو د پاکستان ضد شعارونو ترڅنګ وویل دوی چمتودی چې د خپل هیواد د لویشت لویشت خاورې نه دفاع وکړي.

په کندوز کې د چټک غبرګون ځانګړې قطعې قوماندان عبدالله ګارد وايي که چیرې د کورنیو چارو وزارت او اړونده چارواکې ورته قومانده ورکړی نو نوموړی چمتودی چې دافغانستان له ځمکنې بشپړتیا نه دفاع وکړی.

د ناصرو قومې مشرانو او چټک غبرګون ځانګړې قطعې سرتیروپه ګډه  د ډول وهلو او ملې اتڼ سره د ننګرهار په ګوشته کې د پاکستان لخوا د دروازو درول په کلکه غندنې ترڅنګ وویل دوی به هیڅ یوګاونډی ته اجازه ورنکړی چې دهیواد خاوره يي لاندي کړی.

د کندوز ولایت امنیه قوماندانۍ امنیت امرعباد الله تلوار وویل، پاکستان په بې شرمانه ډول په افغان په خاروه کې تاسیسات جوړوی چې په وینا يي د ټولو بین المللې قوانیینو اونورمونو خلاف یوعمل دی، افغانان به هیڅکله هم هیڅ متجاوز ته پخپله خاوره کې د مداخلې اجازه ورنکړي، تلوار زیاته کړه پاکستان دی دافغانستان تاریخ ته یوځل  کتنه وکړي.

هغه وویل، پاکستان ته پکار و چې په دی سختو شرایطوکې  د ښه ګاونډیتوب پاس لحاظ ساتلې واي خو هغوي ټول حقوقې ارزښتون پایمال کړل اوپه ګوشته کې ېې مداخله وکړه.

د چټک غبرګون ځانګړې قطعې یوتن ښځینه سرتیری بی بی هوا وویل، افغان ښځېنه سرتیرې هم دنارینه و ترڅنګ د پاکستان پرضد د خپلې خاورې دفاع په لاره کې جګړې ته چمتو دی، بی بی هوا پخپلوڅرګندونو کې  د خبریالانو پر وړاندی دا شعر هم زمزمه کړ: که له هلکانو پوره نه شوي + ګرانه وطنه جینکې به دی ساتېنه.

همدغه رازیوشمیر کندوزیانو په ګوشته کې د وژل شوی افغان سرتیری قاسم خان لپاره د قاتحې مراسم اداء کړل اودهغوي کورنۍ ته يي د جمیل صبر غوښتنه وکړه د کندوز ولایت ترڅنګ په کونړ او ارزګان ولایتونو هم کې سلګونه خلکو د پاکستان پرضد شعارونه ورکول او په ګوشته کې ېې دهغوي تاسیساتو جوړول وغندل، افغان ولسمشر حامد کرزی هم پخپله وروستۍ وینا کې ویلې چې د ډیورنډ کرښه په رسیمت نه پیژنې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x