ټولنیزه برخه

دحضرت سلیمان علیه السلام دزوي وفات

ژباړه: محمد علي عمري

له حضرت ابودرداء رض څخه روایت دئ چي دحضرت سلیمان علیه السلام زوي وفات شو ددې خپل زوي په وفات سره حضرت سلیمان علیه السلام ډيرزیات پریشانه شو.

ناببره حضرت سلیمان علیه السلام ته دوي فرشتي دانسان په شکل راغلي دواړو یوه دعوه راوړي وه یوه یې وویل چي فصل مي کرلئ وو او حاصل اخیستلوته لا نه وو رسېدلئ چي داسړئ راغلو او فصل یې ټول رابرباد کړو حضرت سلیمان علیه السلام له دې بل سړي څخه پوښتنه وکړه چي ولې دي ددې سړي فصل برباد کړو.

هغه ورته وویل چي زه پر خپله لارتلم مخته مې ددې سړي فصل راغلودلارې راسته او چپه طرف څخه مي فصل لیري کړو او لاره مي ځان ته صفا کړه. حضرت سلیمان علیه السلام دې لومړي سړي ته وویل چي تا ولې په لاره کښي فصل کرلو تاته معلومه نه وه چي خلګوته دلارې ضرورت وي؟

فرشتې ورته وویل چي ته دخپل زوي پر مرګ ولي پریشانه یې آیا تاته نه ده معلومه چي مرګ دآخیرت لاره ده ؟
روایت دئ چي حضرت سلیمان علیه السلام دخپل پروردګار په دربار کښي توبه وغوښتله اوبیایې هیڅکله دخپل زوي پرمړینه پریشاني ونه کړه

کتاب : (مصایب اوران کا حل)
تالیف . مولانا اشرف علي تهانوي رح

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x