افغانستان

وحيدالله رازقي: حکومتي چارواکي تل درواغ وايي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۹مه ۱۳۹۴ل): له تېرې يوې ماشتې راهيسې د بغلان ډنډ غوري، ډنډ شهاب الدين او ځينو نورو سيمو کې د امنيتي ځواکونو له لوري نظامي عمليات پيل شوي، مګر تر اوسه کومې پايلې ته له رسېدو پرته روان دي او ډېری قربانيان يې د سيمې اوسېدونکي دي.

کابل مېشتي مدني فعال وحيدالله رازقي امريکا غږ اشنا راديو سره د ډنډ غوري جګړې د وروستيو پرمختګونو په اړه په خپلو خبرو کې وويل، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د حکومتي ځواکونو له لوري روانو عملياتو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی، بلکې نور هم په شا شوي او طالبانو د حکومت نفوذ لاندې ګڼې سيمې نيولي دي.

د ښاغلي رازقي په وينا اوس مهال په ملايانو کلي، نيازالله، قرغان تېپه، ګورګانو غاړې او نورو سيمو کې جګړې روانې دي او حکومت تر اوسه هېڅ پرمختګ نه دی کړی.

ښاغلی رازقي په داسې وخت کې د امنيتي ځواکونو د ناکامۍ او طالبانو د پرمختګ خبرې کوي، چې د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ادعا وکړه، چې ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدين سيمې يې د طالبانو له وجوده پاکې کړې، ډېر ژر به سيمه کې د برېښنا ستنې بيا ورغول شي او کابل ته به برېښنا ورسول شي.

ايا د برېښنا ستنې به ورغول شي؟ وحيدالله رازقي وايي: «موږ هم په دې تمه وو، چې برېښنا به جوړه شي، مګر زه باوري نه يم، چې دا ستنې به ژر جوړې شي؛ ځکه چې حکومت له تېرو پنځلسو کالو يې موږ په تيارو کې ساتلي يو، تل درواغ وايي او چارواکي بايد له خپلو ښکرورو درواغو تېر شي، خلکو ته سپينه خبره وکړي»
د رازقي په وينا تر څو، چې حکومت سيمه د قومي مشرانو په مرسته لنډ مهالی اور بند ونه کړي، برېښنا جوړېدل ناشوني دي.

«حکومت بايد د بغلان جګړو ځپلو سيمه کې لنډ مهالې سوله وکړي او د دې سولې پر تقليد ټول هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره هلې ځلې وکړي.»

وحيدالله رازقي وايي، چې د سيمې اوسېدونکي د دواړو لوريو د جګړې قربانيان دي، حکومتي ځواکونه درانه توپونه د خلکو پر کورونو وروي، د خلکو مړي او ټپيان په سيمه بند پاتې دي، يو شمېر يې کابل، او پېښور ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

د ښاغلي رازقي په وينا د جګړو د قربانيانو دقيق شمېر معلومول ستونزمن دي، د بشري حقونو پلاوی بغلان ته رسېدلی، خو بدبختانه حکومتي چارواکو سيمې ته د ورتلو اجازه نه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x