شعـــــرونه

غزل: سردار محمد عيار

سردار محمد عيار

په سترګو کې یې څه خوږې مسکا نڅا کوله
له ما بې وسي هېره وه دنیا نڅا کوله

د مات زړګي له چېغو به مې شور نه څڅیده خو
خو درده په پرهر کې به مې تا نڅا کوله

اې هلته چې ګدۍ د وېر خوره وه شور و غم وو
ښه دلته سړي ولې ؟ پرون بېا نڅا کوله

ډېوه د محبت مې ځکه بله پاتې نه شوه
سړیه د غربت بدرنګ هوا نڅا کوله

تیاره به وه په سترګو د دوه مخیو پوهېدمه
زمونږ په خړ کاله کې چې رڼا نڅا کوله

زه هسې بې اختیاره خوځېدم عیاره یاره
شېبه وه یوه اوف مړه یو چا نڅا کوله

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x