نظــر

په سرحدي سیموکې دتاوتریخوالي مسؤل څوک دی؟

تیرکال دمی دمیاشتې په پیل کې  کرزي او باراک اوباما دافغانستان او امریکا ترمنځ استراتیژیک سند لاسلیک کړ.

ددغه سند په محتویاتوکې یوه اساسې خبره داده چې دافغانستان په حریم به دتیري په مهال امریکا له افغانستانه دفاع کوي او په مشترکه به دمتجاوزلوری ځواب وايي.

دغه خبره یواځې له امریکاسره نه بلکې په ټولو هغو په استرتیژیکو سندونوکې چې له تیرکال راهیسي  کرزي له انګلستان ، فرانسې ،کانډا ،جرمني ، ایټالیا،ډنمارک هند،پاکستان فنلنډ … سره لاسلیک کړي داساسي شرط په توګه یاده شوې .

خو له ډیره بده مرغه له کله چې د دغو سندونو دلاسلیکولو لړۍ پیل شوې ورسره جوخت د پاکستان له خوا دهیواد په سرحدي سیمو دتوغندویو بریدونه  پیل شوی  چې تراوسه پوري ورکې په سلګونه بیوزله افغانان ژوبل شوي او کورونه یې ویجاړشوي.

دپاکستان هیواد دغه تیری په داسې مهال ترسره کیږي چې دیادو هیوادونو په زرګونه پوځیان هم په افغانستان کې میشت دی، هغوئ هم دغه ناورین په سترګو ویني خو په مقابل کې یې سره له دې چې په خپلو استراتیژیکو سندونوکې دافغانستان دسرحداتو دتحفظ معاهده هم لاسلیک کړې دافغانستان په سرحدې سیمو دپاکستان دیرغل په اړه هیڅ غبرګون نه ښیې.

ښاغلی کرزی هم دپهلوان زنده خوش است په اساس هسي په دی خوښ دی چې څوک کوم سند باندې لاسلیک کړي نور يي په دې نه دی چې څه لاسلیکوم او دڅه لپاره يي لاسلیکوم؟

په کال ۱۸۳۹م کې چې انګریزانو د هېنري مورټېمر ډيورنډ کرښې په ایجادولو سره دسیمې دمیشتو اوسیدونکو ترمنځ دنفاق او بیلوالي تخم وشینده اوس بیا دهماغه ډيورنډ بچیان راغلي او په افغانستان کې دسولې دټینګښت ترنامه لاندې دسیمې دمیشتو مسلمانو اوسیدونکو ترمنځ هماغه دنفاق لوبه تکراروي.

دهیواد په ختیځه پوله دګوشتې په ولسوالۍ کې دپاکستاني پوځيانو لخوا ددروازې جوړول یواځې دپاکستاني پوځیانو اشغالګرانه ابتکار نه بلکې ددې ترشا په هیواد کې دمیشتو امریکايي او انګلیسي ځواکونو مستقیم دستور موجود دی او هدف تري دسیمې دمسلمانواوسیدونکو ترمنځ دبدبیني اودښمني ایجادول دی.

دکابل اواسلام آباد چارواکي چې دخپلو اولسونو د ګټو په ځای امریکايي مصالحو ته وفادار دی هسې دیته لیواله دي چې دپښتنو په سیمه کې دتاوتریخوالي په رامنځته کولو سره دخپلو بادارانو په دستور منلو کې یوتربل سبقت وکړي .

دتیرې چارشنبې په شپه چې دګوشتې په ولسوالۍ کې دپاکستاني او افغاني لوري ترمنځ نښته رامنځته شوه  هغه ددغې شیطانې دسیسې پیلامه ده .

ددغې شیطاني دسیسې په ایجاد کې دکرزي رژیم او دهغه بهرني حامیان مستقیم دخالت لري، او دځینو معلوماتو په اساس چې دهغې په رامنځته کولو کې دننګرهار دولتي چارواکي ترنورو ډیرسهیم دي ، داخبره ظاهر قدیر دنوموړې لانجې تر پیښیدو مخکي له رسنیو سره په ښکاره ټکیوکې څرګنده کړه چې شیرزي دګوشتې ولسوالې ۳۰کیلو میټره ځمکه په پاکستاني ځواکونو پلورلې .

له بلې خواد دې لانجې تدرج او زمني مراحلو ته په کتلوسره  دا جوتيږي چې هغه یوه پلان شوې  دسیسه ده؛ ځکه هغه دروازه چې په سیمه کې دپاکستاني پوځیانو لخوا جوړه شوې هغه  چوکاټې دروازه نه ده چې په یوه ورځ دې سره نټ اوبولټ او همدلته نصب شي ، بلکې دسږکال له پیل نه په هغې کار روان وه ،هالته ورته خواو شا نور پوځي تاسیسات جوړیدل چې دجوړولو چارې یې دیوزیات شمیر پاکستاني پوځیانوترساتنې او نظارت لاندې ترسره کیدلې ، که دا دسیسه نه وي ولي له لومړنۍ ورځې  په سوله ایزډول ددې لانجې دحل کولو هڅه ونشوه ؟

دپژواک خبري اژانس دخبر په حواله چې د کونڅړۍ په سيمې کې ترهمدغې ړنګې شوې دروازې ۲۰۰ متره شاته د توتي چينې په سيمه کې د يوې بلې دروازې جوړولو کار هم ډیر په چټکۍ سره  روان دی چې دجوړیدو٤٠ سلنه چارې بشپړې شوې اودهغې پرموضوع د پوليسو د لومړي زون سرحدي مسوولين هم خبر دي، خو چوپه خوله پاتې دي او نه غواړي دغه موضوع رسوا شي.

دکرزي ددفتر چارواکو هم رسنیو ته په دې اړه ویلي چې لس کاله مخکې په نوموړې سییمه کې بهرني ځواکونه میشت ول کله چې هغوئ له سیمې ووتل نو خپلې پوستې يي پاکستاني ځواکونوته وسپارلې.

دحیرانتیا خبره داده چې له یوې خوا دکرزي رژیم ددې دعوه لري چې ټولې هغه سیمې چې دبهرنیو ځواکونو لخوا تخلیه شوې اوس د دوئ دامنیتي ځواکونو په واک کې دی ، له بلې خوا بیا وايي چې بهرنیو ځواکونو دغه سیمې پاکستاني ځواکونوته سپارلی!!؟

بهرني ځواکونه خو دافغانستان لخوا په سرحدي سیمو کې میشت ول هغوئ څرنګه دافغانستان دسیمو واک پاکستاني پوځیانو ته وسپارو؟

که بالفرض بهرنیو ځواکونودغه سیمې پاکستاني پوځ ته سپارلې هم وي نو په هماغه ورځ دکرزي سرحدي ځواکونه چیرته ویده ول ول چې یوه میاشت وروسته په دې وپوهیدل چې په سیمه يي تیری شوی.

له دې ټولې ماجراڅخه داښکاري چې دلته یوځلې بیا دشیطاني ځواکونو لخوا دسیمې دمسلمانو ولسونو دربړولو او ځورولو لوبه روانه ده .

باید دسیمې ولسي متنفذین او د وروڼو قومونو مشران دنوموړې شیطاني دسیسې دشنډولو او د دغې لانجې دحل کولو په اړه  له ډیرحکمت او تعقل څخه کارواخلي اویواځې په احساساتو سره خپل ځان ددښمن دتوطیو ښکار نه کړي.  

بهرني یرغلګرکه نن وي که سبا زمونږ له هیواده په وتو دي خو په سیمه کې میشت ولسونه دتل لپاره همدلته سره اوسي ، هغوئ باید په خپل منځ کې دحسن همجواري اومتقابل احترام له مخې یو دبل دګټو په خلاف اقدام ونه کړي .

داچې له یوې خوا زمونږ په هیواد کې د۴۸ هیوادونو یرغلګر میشت دي ، ۳۵ کلنو جګړومو هیواد تباه کړی که په دې سربیره له ګاونډیانو سره هم په جګړه شو دابه مو دهیواد او اولس بتر حال نور څومره بتر کړي؟

دبیلګې په ډول تر دې لانجې څو ورځې ترمخه  پاکستان دیوې ورځې لپاره دتورخم دروازه وتړله زمونږ په زرګونو هغه هیواد وال چې پیښورته دمعالجې لپاره روان ول څومره له ستونزو سره مخ شول تردې چې ځینویې همالته دنارغي او کمزورۍ له امله ساه ورکړه .

که دا دروازه په دائمي توګه وتړل سي بیا به مو دبیوزله افغانانو حالت کوم ځای ته رسیږي .

درژیم مفسدین خو دخپلو ناروغانو دتداوي لپاره نه په تورخم اوښتلو ته ضرورت لري او نه په پیښورکې رحمان میډیکل ته ؛ هغوئ خو دمعالجې لپاره په الوتکوکې یا جرمني اویا هم لندن ته وړل کیږي .

ولس خودکرزي دمفسد رژیم دفساد له امله دامریکي له سلګونو میلیار ډالرو څخه دخپل ځان په ګټه دومره استفاده ونکړای شوه چې کم ترکمه دروغتیا په برخه کې ځان دپاکستان له احتیاجه ورباندې خلاص کړي.

په کابل کې مو یواځې دوزیر اکبر خان په روغتون کې دغلاشویو پیسو اندازه دوه څلویښت میلیون ډالروته رسیږي داچې روغتیاوزارت به له دې پرته نورې څومره مرستې ترلاسه کړې وې دهغوخومعلومات نشته ، خو ددې باوجود مو له کابله عادي اپنډيسي (Appendicitis) او چوره Testicular hernia)) ناروغان هم دتدواي لپاره پاکستان ته لیږل کیږي .

همداشان مو هیواد وال دخوارکي اونورو اړینو توکو په تدارک کې پاکستان ته اړدی، له دې ماسیوا مو همدا اوس  اوس په پاکستان کې ۳ میلیونه هیواد وال دمهاجرت شپې ورځې تیروي.

که ددې ټولو احتیاجیو او اړتیا سره سره مونږ بیا هم ددښمن په لمسون په سیمه کې داشاني لانجو راپورته کولو ته زمینه مساعده وه دانه د وخت ضرورت دی او نه هم  زمونږ دستونزو دحل کولو لاره .

عبد الرحیم (ثاقب)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x