افغانستان

په چاودنه کي پنځه امریکايي عسکر وژل شوي دي

نن ټکی آسیا: د امریکايي ځواکونو ویاند نن په یوه خبرپاڼه کی ویلي چي د امریکايي ځواکونو پنځه تنه عسکر د افغانستان په جنوبي برخه کي د یوې چاودني په ترڅ کې وژلي شوي دي.

نوموړي ددې سیمي په اړه څه نه دي ویلي چي پيښه په دقیقه توګه چیرته را منځته شوې ده.

باید وویل شي چي طالبانو د خپل پسرلنیو عملیاتو په اعلان سره د بهرنیو ځواکونو په خلاف بریدونه زیات کړي، چی ورسره د بهرنیانو په منځ کې هم مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

د یادوني وړ ده چي تیره اونۍ په هلمند ولایت کې درې تنه برتانوي عسکر په ورته چاودنه کي وژل شوي وه، او اوه تنه نور ټپیان شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x