شعـــــرونه

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

راکـــوه کنه ســندرې جادوګرې
زده کــوم درنه خــبرې جادوګرې

د دې چم ووړکـي اکثره مَینان دي
د دې چم نجـونې اکثرې جادوګرې

ته زما عقابي خیال ګوره او بیاهم
تا خـوړلـی یم کـــوترې جادوګرې

د ملا په تاویزونو خو روغ نه شوم
ته مې وګوره ډاکټرې جادوګرې

څومره زړونه دې اخیستي مینناکې
بختـــورې، جـادوګــرې جادوګرې

“خدرخېل” ته دې جانان وویل واه واه
بس په خوله دې شه شکرې جادوګرې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x