د ډنډ غوري عملیاتو په اړه د حکومتي چارواکو ضد او نقیض دریځونه – سرليکنه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۹مه ۱۳۹۴ل): ۲۳ ورځې کیږي چې د بغلان په ډنډغوري او خواوشاسیمو کې د دولتي ځواکونو پوځي عملیات پیل شوي .

د یادو عملیاتو په پیل کې د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال جنرال علي مراد وبلي و چې دوی به په دوو ورځو کې دا سیمه تصفیه کوي خو اوس خپله د نوموړي جنرال په اعتراف لا ډیر وخت پاتي دی چې دولتي ځواکونه دي یاده سیمه له طالبانو څخه تصفیه کړای شي.

د ډنډ غوري د عملیاتو موجبات هغه وخت برابر شول چې د روان هجري لمریز کال د وږي د میاشتې په ۱۲ نیټه د دګډ حکومت د قبائلو او سرحدونو چارو وزیر ښاغلی ګلاب منګل د کورنیو چارو اوملي دفاع وزارتونو، ملي امنيت لوى رياست، لويې څارنوالۍ او سيمه ييزو ارګانونو د استازو په شمول د ګډ حکومت د مشر په دستور د بغلان ولایت د ډنډغوري ته ولیږل شو او هلته یې له قومي مشرانو سره يو یو دري ماده ییز تړون په لاندې بڼه لاسليک کړ:

۱ـ قومي مشران به وسله والو مخالفينو ته د قرغان تپې پر غونډۍ پر دولتي پوستو د بريد اجازه نه ورکوي.

۲- دولتي ځواکونه به د قومي مشرانو له اجازې پرته څوک نه نيسي.

۳- د پلخمري اړوند له بلاکونو تر چشمه شېر سيمې او د دشت لرخاوې پر لار به د اژدهار له کوتل نه تر دهنه غوري پورې پوځي عمليات او ماين اېښودنه نه کېږي.

خو ياد تړون ډیر ژر د دولتي ځواکونو لخوا مات او په سیمه کې یې د سیمه ییزو خلګو په خلاف پوځي عملیات پیل کړل چې له امله خپله د بغلان د قومي مشرانو په وینا تراوسه پوري لږترلږه ۱۲۵ ملکیان د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي او ۶۵۰ نور ژوبل شوي دي او همىا راز ۳۰ کورنۍ د ژمې په دې سړې هوا کې د سیمي پري ښودوته اړیستل شوې دي.

د بشري تلفاتو پورتني ارقام د بغلان ولایت د قومي مشرانو او د دې ولایت اړوند دولتي منسوبینو په هغو څرګندونو کې ورکړل شول چې تیره پنجشنبه یې په کابل کې د ډنډغوري د خلګو په خلاف د دولتي ځواکونو د عملیاتو په مخالفت کې جوړه کړې وه .

اوس چې د ډنډ غوري له عملیاتو نه ۲۳ ورځې پرته له کومې لاسته راوړنې څخه تیریږي د دولتي چارواکو ترمنځ یې په اړه ضد او نقیض څرګندونې کیږي.

د قبائلو اوسرحدونو چارو وزیر ادعاء کوي چې په ډندغوري کې له قومي مشرانو سره شوی تړون هم د دولت په ګټه او هم په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لامل شوی و، خو د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال او په هغه پوري تړلی غیر پښتانه چارواکي بیا یاد تړون د طالبانو په ګټه بولي او ځکه یې د هغه د ماتولو لپاره د سیمې د تصفیې په پلمه د ولسي خلګو په خلاف پوځي عملیات پیل کړي .

د ګډ حکومت مشر ته په کار دي چې د ډنډغوري دعملیاتو په اړه خپل دریځ ولس ته ښکاره کړي چې هغه د چا په خلاف تر سره کیږي ؟

که ریښتیا دا عملیات د طالبانو په خلاف وي نو ولي يې تر اوسه پوري ټول ۷۷۵قربانیان د سیمې ولسي کسان او ۳۰ نورې پښتني کورنۍ د خپل کور او کلي پریښودوته مجبورې کړې دي ؟.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د