افغانستان

طالبان: په فراه کی افغاني عسکر څلور تنه امریکايي عسکر ووژل

نن ټکی آسیا: د افغانستان کي د امریکايي ځواکونو ویاند ویلي چي تیره ورځ (شنبه 4-5-2012) د افغانستان په لویدیځ کې یو تن افغاني عسکر دوه تنه بهرني عسکر ووژل.

نومړي د پيښي دقیق ځای نه دی څرګند کړی، او نه یی هم د عسکرو هویت اعلان کړی دی.

خو د امریکايي فوځ دوه نورو جګ پوړو چارواکو رسنیو ته ویلي چي وژل شوي عسکر امریکايي عسکر دی، چي په دې سره تیره ورځ په افغانستان کي د امریکایانو په اعتراف 7 تنه امریکايي عسکر ووژل شول، چي پنځه یې نور د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د بم په یوې چاودني کي وژل شوي وه.

خو طالبان وايي چي د افغاني عسکر په ډزو څلور تنه امریکايي عسکر وژل شوي دي.
د طالبانو له خوا نن ټکی آسیا ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي یو تن نفوذي مجاهد چي د فراه ولایت اوسیدونکی وو، او قدرت الله نومیدی، نن یې د فراه ولایت د بالابولک ولسوالۍ د شیوان په سیمه کې د ګډو ځواکونو په یوه قرار ګاه کي دننه د ماسپښين په درو بجو پر امریکايي روزونکو ډزي پيل کړي، چي له کبله یې ځای پر ځای څلور تنه امریکايي روزونکي (عسکر) ووژل شول، او خپله برید کونکی عسکر هم د نورو عسکرو په ډزو ووژل شو.

باید وویل شي چي په دې سره تیره ورځ د خالد بن ولید په نامه د عملیاتو د پيل وروسته د امریکایانو لپاره تر ټولو بده ورځ بلل کیږي، چي ددوی په اعتراف په کښي ۷ تنه امریکايي عسکر وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x