افغانستان

ميدان وردګ: ګډو ځواکونو پر روغتون چاپه کې څلور ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۹مه ۱۳۹۴ل): په ميدان وردګو کې امنيتي ځواکونو د امريکايانو په ملتيا د سويډن کمېټې پر روغتون چاپه کې څلور بستر ناروغان وژلي

راپورونه وايي، چې امريکايي او افغان اردو د شپنيزو عملياتو په ترڅ کې د ميدان وردګو ولايت دايمييرداد ولسوالۍ تنګي سيمه کې پر هغه روغتون بريد کړی، چې د سويډن هېواد په مالي مرسته د ولسي خلکو روغتيا پالنه کوي.

امريکايي ځواکونو او ملي اردو په ګډه په دغه چاپه کې څلور بستري ناروغان شهيدان کړي، د سويډن روغتون ډاکټران او عمله يې وهلي ډبولي هم دي.

د سويډن کمېټې روغتون کې د يو بستري ناروغ پيواز وايي، چې امريکايي ځواکونه او ملي اردو روغتون ته له وسلو سره راننوتل، دوه بستري ناروغان او د هغو دوه پايوازان يې له ځان سره د باندې ووېستل او د روغتون مخته يې په ډزو ووژل.

د ميدان وردګو ولايت وياند توريالي همت رسنيو سره په خپلو خبرو کې د يادې پېښې پخلی کړی او ادعا کوي، چې څلور واړه وژل شوي د طالبانو غړي وو.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې د امنيتي ځواکونو او ولايتي چارواکو ادعا رد کړې او زياتوي، چې امریکايي او کورنيو ځواکونو عام ولسي وګړي وژلي، چې دوی سره يې هېڅ اړيکه نه درلوده.

ذبيح الله مجاهد د بشري حقونو له موسسې او نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د دې پېښې بې پرې څېړنه وکړي او د ولسي خلکو قاتلين د قانون منګولو ته وسپاري.

د يادونې وړ ده، چې د تېر کال اکتوبر کې هم امريکايي ځواکونو کندز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون بمبار کې د روغتون ناروغانو، ډاکټرانو او عمليې په ګډون لسګونو کسان ووژل او تر اوسه د دغې پېښې مجرمين ازاد ګرځي او امريکايان د دغې قضيې د څېړلو پر وړاندې خنډونه راپورته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x