نظــر

افغانستان کې د ستونزې بنسټ چا کېښود؟!

عبدالله عربزی

هره ورځ په افغانستان کې د ډول ډول پېښو او ناخوالو خبرونه وينو او اورو ، وينو چې په هر کلي، ولسوالۍ او ولايت کې عام وګړي وژل کيږي. د دې ډول پېښو اصلي عاملين هر چاته معلوم دي، خو هغه خلک چې په حکومتي ساحو کې بوخت دي، او يا هغه رسنۍ چې بلواکه رسنۍ دي هغه پرته له تحقيق او پلټنې ټوله پړه په مجاهدينو او مخلصو مسلمانانو اچوي، له هغه پرته هغه خلک چې عقلونه يې په کمونستي فکر پوښل شوي او يا د عقل سرچينه يې له غرب څخه اخيستې وي دا ډول کړنې ښه په ځغاسته او پرته له کومې پلټنې هغه خلکو ته منسوبوي کومو چې د دين دښمنانو او ملي خاينانو پر ضد پاڅون کړی.

دغه خلک چې مجاهدينو او مسلمانانو ته د دې پېښو نسبت کوي، دوی پر دې پوهيږي چې د دې ډول فاجعو او پېښو عاملين څوک دي؟ څوک د دې تر شا ولاړ دي؟ خو دوی دا کار د دې لپاره کوي چې مجاهدين بدنام کړي، تر څو مسلمانان د دوی پر ضد پاڅون وکړي، د دوی خبرو ته توجه ورنکړي، د دوی پر ضد له استعماري او ګوډاګي حکومت سره يو شي او چېرته چې يو مجاهد د دې حکومت پر ضد د اسلامي مسؤوليت په اساس کوم فعالیت کوي هغه حکومت ته پر ګوته کړي.

د دوی دغه تهمتونه او درواغ چې په پاکو خلکو يې تړي هيڅ حقيقت نلري، خو بالفرض والتقدیر مونږ به له دوی سره دا ومنو چې دوی دا کارونه وکړل. خو له دې څخه لومړی دا پوښتنه وشي، چې ولې دا خلک دې اندازې ته ورسېدل؟! ولې افغانستان کې داسې حال راغی؟! د دې پېښو اساسي لامل څه وو؟ ولې افغانستان ته له کمونستي يرغل وروسته امريکايې وحشي پنجې را وغځولې؟ آيا افغانستان يو مستقل هيواد نه وو؟ آيا افغانستان يو مستقل حکومت نه درلود؟ که چېری د دوی په څېر کمونستي فکرونو والا نه وای ولې به افغانستان له داسې برخليک سره مخ کېده؟ که دوی د کمونستي يرغلګر مرسته نه وای کړی ولې به افغانستان تباه کېده؟ ولې به روسي وحشيانو مسلمانان په ډله ييز ډول وژل، دوی د افغانستان تاريخي پس منظر ته فکر نه کوي چې د دې کرغېړنو پېښو تهداب ايېښودونکي څوک وو؟ په حقيقت کې همدوی د دې کرغېړنو پېښو اساسي عاملين دي، دوی هغه خلک دي چې افغانستان ته يې روسي يرغلګر راوست، هغوی سره يې هر ډول ځاني مرسته وکړه، هغوی ته يې په خپلو ساحو کې ځايونه ورکړل، هغوی ته يې مسلمانان په ګوته کول ورته يې ويل: دا هغه خلک دي چې ستاسې د ماتې او شړلو پسې يې راخيستې، ستاسو شتون دلته نه مني.

دا خلک په لومړي پړاو کې د دين او په دويم پړاو کې د ملت اصلي دښمنان دي، د همدوی له لاسه افغانستان تباه او برباد شو، د همدوی له لاسه افغانستان دې حالت ته ورسېد.

کله چې روسانو په افغانستان کې ماتې وخوړه نو ځينې داسې خلک د مجاهدينو په ډلو کې منځ ته راغلل چې د اسلام له نوم څخه يې ګټه اخيسته، خپلو مادياتو لپاره يې ټولې ډلې ته نقصان رساوه، پټه دی پاتې نه وي چې د ځينو ډلو په سر کې هم داسې ماده پرست او چوکۍ پرست مشران موجود وو، چې د افغانستان د مسلمانانو جهاد يې خرڅ کړ.

حقيقت دا دی چې په هغو خلکو باندې مسلمانان دوکه شوي وو، هغوی په اصل کې غله وو خو د ټوپک په زور يې قوت پيدا کړی وو. مخلص خلک هم وو خو هغوی زور نه درلود، او څه يې د لاسه نشو کېدای، کله چې دغې فاسدو ډلو او فاسدو عناصرو مسلمانانو ته يو نوې سر دردي پيدا کړه، د دې ملت مخلص خلک راټول شول او د ملا محمد عمر رحمه الله تر قيادت لاندې د دې فساد پر ضد مبارزه وکړه چې بالاخره يې یو اسلامي نظام قايم کړ.

دې کې شک نشته چې دې نظام به ځينې خاميانې درلودې ولې نېکۍ يې د خاميو پر پرتله ډېرې زياتې وې، امن يې قايم کړی وو، داسې امن چې يو دوکاندار به دوکان خلاص پرېښود، ورڅخه به لمانځه ته لاړ خو چا به دا جرأت نشو کولای چې دوکان څخه څه شی پورته کړي.

د يوولسم سپتمبر له پېښې وروسته د نړۍ ټولو کافرو د امريکا تر مشرۍ لاندې پرته له کومې بهانې افغانستان ته سترګې خړې کړې، هماغه کمونستان چې پخوا يې روسي یرغلګرو ته لبيک ويلی وو، هغه بيا نن امريکايې او سيکولري يرغلګرو ته لبيک ووايه، د هغوی سره هر ډول مرستې ته تيار شول، خو دا ځل هغه کمونستان په هماغه جامه کې پاتې نه وو، بلکې خپل روسي لباس او وردۍ ته يې تغير ورکړ، امريکايې لباس او وردي يې واغوسته او يو ځل بيا يې د مسلمانانو وينو څکلو ته ځان تيار کړ.

په پای کې ويلای شو چې په هر وخت کې د افغانستان د ستونزې اساسي او بنيادي عاملين کمونستان دي، پخوا هم او اوس هم دي خو البته لباس ته يې تغیر ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x