دا افغانستان دی، دلته خوښۍ په ماتمونو بدلیږي… د ظلم داستان په انځورونو کې

د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې د یوه کور دښادي حال هغه وخت په ویر اوماتم بدل شو چې کله د شپې په تیاره کې نامعلومو وسلوالو د واده پر کور برید وکړ، او د ۱۸ کلن زوم په ګډون يې ۹ تنه ځوانان ووژل او ۶ يې نور ټپیان کړل دظلم او تیري ددغه داستان بل کوم مثال په نړی کې نه لیدل کیږي، ځکه چي دا افغانستان دی، دلته هره ورځ داسي مثالونه او داسي پيښي د ورځي معمول ګرځیدلی، دلته خوښۍ په غمونو بدلیږی، دلته ودونه په ماتمونو بدلیږی… دا اوس یوشهر ناپرسان هیواد دی، که هر جرم، هره پيښه وسي، د جګړې ټولي لوري هغه پر بل تاوانه وي، مګر ټولي لوري چي د واکمنۍ ادعا کوي دا دنده لري، چي د هغو ځمکو امنیت وساتي پر کومي چي د واکمنۍ ادعا کوي، ځکه نوباید دداسي پيښو مخنیوی وکړي، او په اړه يې پوره تحقیقات وکړي، او مجرمینو ته سزا ورکړي.

doorbaba5_9june2011

doorbaba1_9june2011

doorbaba2_9june2011

doorbaba3_9june2011

doorbaba4_9june2011

doorbaba6_9june2011

 

doorbaba7_9june2011

doorbaba8_9june2011

doorbaba9_9june2011

doorbaba10_9june2011

doorbaba11_9june2011



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.