افغانستان

پياوړی ديني عالم، شیخ القرآن والحدیث مولانا سلطان عزیز “عزيز” په حق ورسېد

په ډېره خواشينۍ سره موخبرترلاسه کړچې د هېواد په کچه پېژندل شوی وتلی عالم، شیخ القرآن والحدیث مولانا سلطان عزيز «عزيز» د ورپېښې ناروغۍ له امله له فاني نړۍ سترگې پټې کړې، انا لله وانا الیه راجعون.

مرحوم مولوي سلطان عزيز د هېواد په کچه پېژندل شوی ديني عالم و، نوموړي په پښتو ژبه کې د “عزيز التفاسير” په نوم په دریالسو جلدونو کې  تفسير لیکلی چې په پښتو ژبه کې د ورته تفسير بېلگه نه ليدل کيږي.

د مرحوم مولوي صاحب جنازه به ان شاالله نن مازديګرمهال 5 نيمي بجې د پېښور ښار په شمشتو كلي  کې اداء شي.

د نن ټکی آسیا اداره، او ټول همکاران د مرحوم درنې کورنۍ، قریبانو، شاګردانو او ټولو متعلقینو او افغانانو ته د مولوي صاحب په مړینه تعزیت وايي، او ځان ورسره په غم کي شریک بولي.

الله جل جلاله دی ورته جنت الفردوس نصیب کړي، او الله جل جلاله دی کورنۍ او دوستانو ته صبر جمیل نصیب کړي.

اللهم امین یا رب العالمین.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x