ټولنیزه برخه

ښایسته حیله

حامد افغان

امام ابو حنیفه رحمه الله ته د شپې یو سړی راغی، ورته ویې ویل: له سپیده چاود مخکي مې مرسته وکړه کنه ښځه مې طلاق شوه، امام ورته وویل: خیر څه چل شوی؟! هغه وویل: نن ماخستن مې ښځې خبرې راسره بندي کړې، ما ورته وویل: که تر سهاره خبرې راسره ونه کړې نو درۍ طلاقه درغلل، اوس هغه خبرې نه کوي هر څومره زارۍ مې ورته وکړې خو نه یې مني.

امام رحمه الله ورته وویل: ورشه مؤذن پخپله ستونزه خبر کړه او ورته وا راشه اذان وکړه، سمدستي کور ته ولاړ شه او خپلې ميرمني ته بیا ټينګار پیل کړه، ورته وا ګوره له اذان مخکي خبرې راسره وکړه، سړي دا چل وکړ، کور کې یې ميرمني ته په ټينګار سره وویل که له اذانه مخکي خبرې ونه کړې نو بیا زما لاسه وځې، په همدې وخت کې ادات وشو او ښځې یې ورته وویل: خپل کار کوه په خیر درنه خلاصه شوم.

سړي ورته وویل: زما قسم پر ځای شو سهار ته لا وخت شته.

دا کیسه ابن القیم په اعلام الموقعین: ۵/۴۱۴ کې د “روا حیله ” بحث کې راخیستې ده او وایي دا ښایسته حیله ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x