
غزل ـ خالقيار احمدزی
خالقيار احمدزی
د ګلونو ښاریې چې تاته راغلم
.د اغزو وې نښانې چې تاته راغلم
.لمر ترې پټ ؤ سپوږمۍ هم نقاب پوښلی
.اې ! د ستورو دایرې چې تاته راغلم .
خوشالی زموږ میراته چم مو ړنګ ؤ !
نن د برکلی کوڅې چې تاته راغلم
.یار ، تریاره د مطلب پخاطر یار ؤ.
د جانان ، جانان قیصې چې تاته راغلم .
دواعش ، او یرغلګر په منډو سر دی
د طالب مبارزې چې تاته راغلم.
له قلمه خالقیاره ټوپک جوړ شو.
د پښتون غزل شملې چې تاته راغلم