نړۍ

مهمندایجنسي: په جلا بریدونو کې د خاصو ځواکونو ۹ سرتیري وژل سوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۹مه، ۱۳۹۴ ل): افغان پولي ته څېرمه د مهمندایجنسي په قبایلي سیمه کې د دوو جلا بریدونو په ترڅ کې د پاکستان د خاصو ځواکونو ۹ سرتیري وژل سوي دي.

لومړۍ پېښه د مهمندایجنسی د پنډیالي ولسوالۍ په کړاپه سیمه کې رامنځته سوي، هلته د شپې ناوخته نامعلومه وسله والو د خاصو ځواکونو پر پوسته ډزي کړي چې په پایله کې یې ۵ سرتیري ځای پر ځای وژل شوي او دوه نور ټپيان سوي دي.

د پوځ یوه چارواکي نویداکبر رسنیو ته وویل چې برید کوونکي د شپې په تاریکه کې په تېښته بریالي شوي دي، نوموړۍ وایې په پېښه کې ټول ۷ سرتیري په نښه سوي دي.

په پېښه کې ټپي سوي دوو سرتیرو په روغتون کې د ټپونو د ژوروالي له امله ساه ورکړي.

دوهم برید د مهمند ایجنسی په مچني سیمه کې سوی، نامعلومه وسله والو پر دوو سرتیرو برید کړی او دواړه یې ځای پر ځای وژلي دي.

د یادو پېښو مسؤلیت تراوسه کومي ډلي پرغاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x