افغان او پاکستاني پوځي مشران د ډېورنډ کرښې پر امنيت غږېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): پر ډېورنډ کرښه مېشتو افغان او پاکستاني پوځي مشرانو سره لېدلي او د ډېورنډ کرښې چې دوی يې پوله بولي دواړو لوريو ته پر امنیتي وضعیت خبرې شوې دي.

د پاکستاني رسنیو له قوله پر ډېورنډ کرښه مېشت د افغان قول اردو قومندان تورن جنرال فقیر د پاکستان د بلوچستان ایالت د یو قل اردو له قومندان جنرال امير رضا سره ليدلي دي.

د سرچنې په قول دوی «ډېورنډ پولې» دواړو غاړو ته پر امنیتي وضعیت سره غږېدلي دي.

یادو دواړو پوځي مشرانو او ورسره پلاويو د هغو عسکرو پر قبرونو د ګلونو ګېډۍ کېښودې، چې د دوی پر وينا پر ډېورند کرښه نه؛ بلکې ډېورنډ «پولې» يې د امنیتي خوندیتوب په هڅو کې ژوند له لاسه ورکړی.

تر دې وړاندې تېره میاشت د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان هم له پاکستاني پوځيانو سره پر ياده موضوع خبرې کړې وي، چې وروسته ورسره د ملي امنیت مشر هم د ای ایس ای له مسوولینو سره ملاقات درلود.

ياده دې وي د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني د واک په لومړیو کې د افغان سولې په بدل کې ډېورنډ کرښه د پولې په توګه رسماً ومنله، خو د شنونکو په باور تر اوسه يې په بدل کې څه نه دي ترلاسه شوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د