نادري ناولدهورزش

شین وارن مار چیچلی دی – ویډيو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې۲۹مه ۱۳۹۴ل): د استرالیا د کرکیټ لوبډلې پخوانی وتلی ورو بالر شین وارن د یوې ریالټي شو (ريښتیني او واقعي نندارې) پر مهال یوه مار چیچلی دی.

د ډیلي ټيلیګراف د راپور پر اساس نیټ ورک ټین شو پر مهال پخوا ۴۶کلن ورو بالر یوه Anacond (د جنوبي امریکا ښامار) وچېچلو. د یاد نیټ ورک ویاند یادې ورځپاڼې ته ویلي چې مار زهرجن نه و، خو درد يې ډیر سخت و.

هغه زیاته کړې چې د ایناکونډا (ښامار) ۱۰۰ غاښونه وي او یو یې د سلو غاښونو په اندازه درد انسان ته ورکوي.

د ټین نیټ ورک اجراییه مشر ټیلیګراف ورځپاڼې ته ویلي چې شین وارن ورته نه وو ویلي چې دی له مارانو ډاریږي خو د پېښې سربېره هغه خپله زړورتیا وښودله.

شین وارن د کرکیټ وتلی ورو بالر و. هغه په ټیسټ میچونو کې ۷۰۸ ویکټې اخيستي او د هر وخت کامیاب بالر بلل کېده.

https://youtu.be/S7j1lDRHD-U

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x