fbpx

«سیګرټ تر اوباما ستر قاتل دی»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د روسيې په پلازمېنه ماسکو کې یو لانجمن او نانندریز پوسټر د خلکو تر منځ تاوده بحثونه را پورته کړي دي.

د مسکو د بس په یوه سټاپ باندې ناڅرګندو کسانو یو پوسټر لګولی چې په کې لیکل شوي دي «سیګرټ څکل له اوباما څخه ستر قاتل دي، که څه هم اوباما ډیر خلک وژلي دي».

په پوسټر کې د اوباما عکس چې په لاس کې یې سیګرټ وي لګول شوی دی او نور پرې لیکل شوي دي: «د اوباما په څېر مه کېږئ، او سیګرټ مه څکوئ».

د روسي پارلمان یو تن غړي دیمتري ګډکوو په خپل فیسبوک پاڼې لیکلي چې د روسیې د پلازمېنې په سرکونو دا ډول پوسټرونه د شرم وړ دي.

د دغه پوسټ لاندې سلګونه تبصرې شوي چې ځينو يې د نوموړي خبري تایید کړي او ځينو یې منفي تبصرې کړي دي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر روسانو اوباما د خلکو په ټولییزه وژنه تورن کړی و. دوی د یوې ویډیو له لارې ادعا کړې وه چې امریکايي ولسمشر هر اونۍ ۸۷۵ کسان وژني.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د