نړۍ

ترکیه کې د پوځ کاروان ته نژدې چاودني ۷ سرتیري وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۹مه، ۱۳۹۴ ل): د ترکیې په سویل ختیځ کې د پوځ کاروان ته نژدې بمي چاودني ۷ سرتیري وژلي، دا په دوو ورځو کې دوهم برید دی چې د ترکیې پوځ په نښه کوي.

رویټرز خبري اژانس د پوځي چارواکو په حواله لیکلي چې د ترکیې په سویل ختیځ دریابکر ښار کې د پوځ کاروان ته نژدې چاودنه سوي، په چاودنه کې د پوځ ۷ سرتیري وژل سوي او ځیني نور ټپيان دي.

د دریابکر ښار ډیری اوسېدونکي کردان دي.

ترکي رسنیو د انقرې د والي په حواله لیکلي چې چاودني هدف د پوځ کاروان وو.

د یادوني وړ ده چې تېره ورځ هم د ترکیې په پلازمېنه انقره کې موټر بم چاودني لږترلږه ۲۸ کسان ووژل او ۶۱ نور یې ټپیان کړل، موټر بم چاودنه هغه وخت رامنځته شوه کله چې ترافیکو د پوځ کاروان د ښار په منځ کې ودروی.

تراوسه د یادو پېښو مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو تردې وړاندي دې ته د ورته پېښو مسؤلیت داعش او یا هم کردي یاغیانو پر غاړه اخیستی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x