نظــر

حسنين هيکل، د عربي ژورنالېزم او سياست سرخېل او د واکمنو ملاتړی

احمدالله احمدزی

محمد حسنين هيکل د مصر ژوندی تاريخ، د عربي نړۍ هنري کسينجر او د شلمې تر ټولو روښانه او دنګه څېره بلل کېده. محمد حسنين هيکل د ۱۹۲۳م ۲۳ ديسمبر د مصر پلازمېنې قاهرې شمال قيليوبيه کې زيږېدلی و.

۱۹۴۲م کې يې د مصر وتلې مجلې «ايجيپشن ګزيټ» کې د ژورنالېست په توګه دنده پيل کړ او هغه وخت يې د مصر په لروبر کې نوم خپور شو، چې د مصر د ټولنيزو چارو وزارت د انګريزي ښکېلاک په سلامشوره په ټول هېواد کې د بدلمنۍ مرکزونه په رسمي توګه وتړل، حسنين هيکل لومړنی ژورنالېست و، چې د ټولنيزو چارو وزيرعبدالحميد حقي سره يې مرکه وکړه او دا خبره څرګنده شوه، چې دا امر د انګريزي ښکېلاک په مشوره وروسته له هغې صادر شوی، چې ګڼ ايتلافي عسکر د بدلمنۍ له امله په ډول ډول جنسي ناروغيو اخته شوي وو.

د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال حسنين هيکل د عربي نړۍ وتلی ژورنالېست و، چې د جګړې په اړه به يې دقيق خبرونه خپرول.
۱۹۴۴م کې د «اخر ساعة» ورځپاڼې غړی شو. اخر ساعة ورځپاڼه کې د ژورناليستيکو هڅو له امله يې د ملک فاروق جايزه وګټله او د خپلو ژورناليستکو هڅو پر مهال يې د فلسطين جګړه، د سوريې او ايران انقلابونه او القدس شريف کې د ملک عبدالله ترور په اړه تر ټولو باوري څېړنې او خبرونه د محمد حسنين هيکل وو او همدا رنګه په نړيواله کچه د کوريا جګړه، د هند او چين لومړنۍ جګړې په اړه هم د حسنين هيکل څېړنې په نړيواله کچه منل شوې وې، چې بالاخره ۱۹۵۲م کې د اخر ساعة ورځپاڼې رييس تحرير وټاکل او عمر يې له ۲۹ کالو زيات نه و.
۱۹۵۲ د جولاي په ۲۳مه، چې جمال عبدالناصر له پاچا فاروق څخه واکمني ونيوله، حسنين هيکل د عبدالناصر ملاتړ وکړ، چې له امله يې د وتلي ژورناليست پر ځای د حکومت نږدې سړی، بلکې ښی لاس بلل کېده.

د جمال عبدالناصر د ملګرتيا پر مهال ۱۹۵۷ کې د الاهرام ورځپاڼې رييس تحرير شو او د هيکل د مشرۍ لاندې الاهرام ورځپاڼه د عربي نړۍ په وتلو ورځپاڼو کې وشمېرل شوه، حکومتي کړيو هم بشپړه مالي مرسته ورسره کوله او دغه مهال الاهرام ورځپاڼې ګڼې رسنيزې او څېړنيزې ادارې هم جوړې کړې او تر ټولو مهم يې الاهرام د سياسي او ستراتيژيکو څېړنو مرکز و، چې د عربي نړۍ په اړه يې هره څېړنه د کاڼي کرښه بلل کېده.
د دې ترڅنګ په الاهرام ورځپاڼه کې د استاد هيکل کالم ډېر نوم درلود، چې په عربي،سيمه‌ييزو او نړيوالو چارو به يې ليکنې کولې.

جمال عبدالناصر ډېره هڅه وکړه، چې استاد هيکل د الاهرام ورځپاڼې پر ځای د حکومت لوړه دنده يا وزارت ومني، مګر حسنين هيکل د الاهرام ژورناليستيکه دنده تر وزارت غوره بلله، چې بالاخره ۱۹۷۰ جمال عبدالناصر د هيکل له مشورې پرته نوموړی د د اطلاعات او کلتور وزير وټاکه او په عين وخت کې د لنډې مودې لپاره د مصر د بهرنيو چارو وزير هم و او په ډېرو چارو کې به يې د ولسمشر تاييد کاو.

د جمال عبدالناصر له مړينې وروسته د حسین هيکل او نوي واکمن انور سادات اړيکې خړې شوې او ولسمشر سادات امر وکړ، چې هيکل به د الاهرام مشري پرېږدې او د ولسمشرۍ سلاکار يې وټاکه، مګر حسنين هيکل د ولسمشر سادات امر ونه مانه، له هېواده بهر يې د ليکوالي او ژورناليستيک فعاليت پيل کړ.
اړيکې او دريځ

جمال عبدالناصر سره د حسنين هيکل اړيکې ډېرې قوي وې، هر ځای به چې ولسمشر سفر کاو، هيکل به د سيوري په څېر ورسره و او له همدې لارې يې په هېواد کې دننه او نړۍ کې د ګڼو هېوادونو له ولسمشرانو، وزيرانو او لوړپوړو چارواکو سره اړيکې پخې کړې، مګر د نيوکې ځای دا و، چې د جمال عبدالناصر د واکمنۍ پر مهال د هيکل قلم او ژورنالېزم د واکمن نظام په پلوۍ څرخېده، په داسې حال کې د جمال عبدالناصر کورنيو چارو وزارت او استخباراتو د ولسي خلکو او اسلامپالانو پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند کاو.

د جمال عبدالناصر له مړينې وروسته د لومړيو درې کلونو په مهال يې د ولسمشر انور سادات ستاينه کوله او هڅه يې دا وه، چې سادات سره هم هغه ډول اړيکې ولري، چې کومې يې پخواني ولسمشر سره درلودې او په هره ښه او بده کې يې د سادات تاييد او ملاتړ کاو. د جمال عبدالناصر د واکمنۍ لوړپوړو غړو د سادات مخالفت کاو او د ده واکمني يې نه منله، چې بالاخره سادات يې پر ضد جګړه پيل کړه او هيکل په دغه جګړه کې هم د سادات ملاتړ وکړ، چې بالاخره ۱۹۷۴م کې د هيکل او سادات اړيکې سره خړې شوې، ولسمشر امر وکړ، چې هيکل دې د الاهرام له رياسته لرې او د ولسمشرۍ سلاکر شي، مګر هيکل د سادات دا امر ونه مانه، چې وروسره يې له ۱۷ کاله رياست وروسته الاهرام ورځپاڼه هم له لاسه ووته او د واکمنۍ نږدې والی او ملګرتيا هم.

۱۹۷۸م کې پر استاد هېکل بنديز ولګېد، چې له هېواده بهر سفر نه شي کولای او د کورنيو چارو وزارت له دې امله ترې پوښتنې ګروېږنې پيل کړې، چې د مصر د ملي ګټو ضد مقالې يې خپرې کړي دي، چې بالاخره ۱۹۸۱م کې ولسمشر سادات د نورو روشن فکرانو او ليکوالانو تر څنګ د حسنين هيکل د نيولو امر وکړ او د همدې کال شپږم اکتوبر د انور سادات د ترور تر وخته بندي و.

له انور سادات وروسته د نوي ولسمشر حسنی مبارک په امر له بنده ازاد شو، ده هم حسني مبارک اړيکې خوږې کړې، مبارک هم وويل، چې د هيکل له تجربو او علمه ګټه پورته کوي او له لنډې مودې وروسته د دواړو اړيکې هغه مهال خړې شوې، چې هيکل پر نظام نيوکې پيل کړې او په ځانګړې توګه د ميراثي نظام مخالفت له امله يې د دواړو اړيکې ډېرې خړې شوې.

۲۰۱۱م کې د ولسي پاڅونو پر مهال يې پوځ ته مشوره ورکړه، چې د حالاتو د خرابۍ مخنيوی وکړي او د واک واګې په خپل لاس کې واخلي، مګر ځينې څارونکي پر حسنين هيکل تور لګوي، چې د ولسي پاڅونونو پر مهال غلی و او يوازې هغه مهال راڅرګند شو، چې د حسني مبارک واکمني نسکوره شوه.
او کله چې دکتور محمد مرسي د ولسي رايو په واسطه د مصر ولسمشر وټاکل شو، حسنين هيکل ورسره اوږده ناسته وکړه او ولسمشر مرسي ته يې مشوره ورکړې، چې د ملي روغې جوړې له مخې دې، د هېواد امنيت خوندي کړي او ټولو اړخونو سره روغه وکړي، مګر پر هيکل داسې تورونه هم دي، چې پوځ يې د سيسي ضد کودتا ته هڅاو او د رسنيو له لارې يې داسې څرګندونې کولې، چې ده به ولسمشر ته نصيحت او مشوره بلله، مګر ورسره به يې مظاهره چيان هم راپارول، چې خپلو کړنو ته نور هم دوام ورکړي.

کله، چې د مرسي ضد مظاهرې او لاريونونو زور واخيست، حسنين هيکل د رسنيو له لارې اعلان وکړ، چې دا ولسي فتوا ده او دې وخت کې د پوځ مداخله کودتا نه، بلکې د ديموکراسۍ ژغورنه بلل کيږي.

ګڼ مصري څارونکي او ليکوالان يې د سيسي د نظامي کوتا ملاتړی بولي او د ۲۰۱۳م د جولای په درېيمه چې کودتا وشوه، عدلي منصور لنډمهالی ولسمشر وټاکل شو، د همدې مياشتې پر اوومه نېټه يې عدلي منصور سره وليدل او په ګڼو جلسو او غونډو کې يې د عبدالفتاح سيسي ستاينې کړي دي.

سوالونه او ځوابونه:

پر محمد حسنين هيکل د جمال عبدالناصر د ملاتړ تور دی، مګر دی وايي، چې د ازادۍ لپاره يې د ناصر ملاتړ کړی.
انور سادات سره يې شخړه له دې امله راغلې، چې حسنين هيکل د کامب ډيويډ تړون سره مخالف و، انور سادات بندي کړی او بیا د حسني مبارک د واکمنۍ په لومړيو کې راخوشې شو.

د سيسي ملاتړ د تور په ځواب کې د هيکل پلويان وايي، چې دی پر دې پوهېده که مرسي له واکه لرې نه شي، حالات به نور هم خراب شي او له دې امله يې د سیسي ملاتړ وکړ، مګر دا څوک نه وايي، چې له پوځي کودتا وروسته مصر کې څومره وينې تويې شوې، څومره علمي کدرونه زندانو کې بنديان دي او په ټوليزه توګه مصر پر کومه روان دی.

د حسنين هيکل خوی

د حسنين هيکل خپل خوی دا و، چې د هېڅ مخالف ځواب به يې نه وايه او هر چا، چې څومره توندې او ترخې نيوکې پرې کړي، ده يې د ځواب ويلو پر ځای ځان غلی کړی دی.

د خپل ژورناليستيک ژوند پر مهال يې که ډېر مخالفين درلودل، خو د ژورنالېزم او سياست په ډګر کې يې لسګونو زره شاګردان روزلي دي.

حسنين هيکل د عربي سیاست، ژورنالېزم او ستراتيژي دايرة المعارف بلل کيده او خلکو به د عربي نړۍ هنري کسينجر باله.

د هيکل په اړه د خلکو څرګندونې

د برتانيې پخوانی بهرنيو چارو وزير انتوني ناتنج وايي کله، چې حسنين هيکل د واکمنانو تر څنګ و، نو ټولو به پر هغه څه تاييد کاو، چې دی به پرې پوهيده او کله به چې د واکمنانو له څنګه لرې و، خلکو دا ټينګار درلود، چې دی څه فکر لري.

وتلی مصر ليکوال انيس منصور وايي: «حسنين هيکل د عبدالناصر مفکر و او د سيسي کودتاچي فکر جوړوونکی هم هيکل و او زه په ډېر ټينګار دا ویلی شم، چې جمال عبدالناصر د هيکل په فکر روان سړی و.»

د قاهرې پوهنتون درالعلوم فاکولتې د عربي ادب استاد دکتور طاهر احمد مکي وايي، چې حسنين هيکل د نيمايي شلمې پېړۍ تر ټولو غوره اديب، ليکوال، ژورنالېست او تاریخ پوه. «هيکل د ام کلثوم غږ، د عبدالوهاب موسيقي او د نجيب محفوظ ادب و او زه تل پرې وياړم او سره له دې په ډېرو شيانو کې ورسره مخالفت هم لرم.»

عربي اديب او ناول ليکونکی صابر رشدي وايي، چې حسنين هيکل د اوسنۍ زمانې تر ټولو ستر ليکوال او ناول ليکونکی و. « د چا خوښيږي که نه، څوک ورسره اختلاف کوي او څوک يې ملاتړ کوي، خو دا خبره يې ټول مني، چې ليکوالي کې يې ټولې جملې جاوديي اغېز لري.»

مصری ژورنالېست او ليکوال کارم يحيی وايي، چې حسنين هيکل اويا کاله ژورنالېزم کړی او په دغو اوو لسيزو کې يې پاچا فاروق، محمد نجيب، ولسمشر جمال عبدالناصر، انور سادات، حسني مبارک، مرسي، عدلي منصور او سيسي ټولو سره اړيکې لري او همدغه ځای د ژورنالېزم او چارواکو د اړيکو سوال راپورته کوي. «د هيکل ټول ژوند يا د چارواکو مطلق تاييد و او يا هم تاييد او اختلاف ګډوډ او د همده د رياست پر مهال الاهرام ورځپاڼه د واکمن نظام پر وړاندې سرټيټې شوه او دغه فکر تر اوسه په الاهرام کې پاتې دی.»

فکري تړاو يې

محمد حسنين هيکل پر عربي قوميت مين و، عربي نېشنلېزم کې له چينايي سوسيالېزم ډېر اغېزمن و او د ژوند تر وروستيو داسې څه نه دي ښکاره شوي، چې دی دې له خپل فکره اوښتی وي.

تاليفات او مقالې يې

حسنين هيکل د خپل اويا کلن ژورناليستيک ژوند په ترڅ کې سلګونو ان تر زرګونو مقالې ليکل، ګڼ کتابونه يې ليکلي، چې ځينې يې په لاندې ډول دي
۱-حرب ثلاثين- د عربو او اسراييلو جګړې په اړه، په څلورو ټوکو کې
۲ المفاوضات السريه بين العرب واسرائيل- درې ټوکه
۳ – أحاديث في آسيا
۴ السلاح والسياسة
۵ خريف الغضب قصة بداية ونهاية انور السادات
۶ زيارة جديدة للتاريخ
۷سنوات الغليان
۸ بد الناصر والمثقفين والثقافة ـ ـحوار بين هيكل ويوسف القعيد
۹ مدافع آية الله: قصة إيران والثورة
۱۰ كلام في السياسة
۱۱ الخليج العربي مكشوف : تداعيات تفجيرات نووية …
۱۲ عام من الأزمات- كلام في السياسة- 2000/2001
۱۳ كلام في السياسة -العربي التائه 2001
۱۴ الامبراطورية الامريكية والاغارة على العراق
۱۵ الزمن الأمريكي من نيويورك إلى كابول
۱۶ العروش والجيوش: كذلك انفجر الصراع في فلسطين 1948-1998: قراءة في يوميات الحرب
۱۷ قصه السويس:اخر المعارك في عصر العمالقه
۱۸ لمصر لا لعبد الناصر
۱۹ مصر والقرن الواحد والعشرون ورقه في حوار
۲۰ المقالات اليابانيه
۲۱ الزلزال السوفيتي
۲۲ الحل والحرب
۲۳ ازمه العرب ومستقبلهم
۲۴ استئذان في الانصراف رجاء ودعاء وتقرير ختامي
۲۵ عند مفترق الطرق
۲۶ عند مفترق الطرق:… حرب !اكتوبر ماذا حدث فيها و ماذا حدث بعدها
۲۷ فلسطين اسرائيل:سلام ام نظام عنصري (محمد حسنين هيكل بالاشتراك مع مروان بشارة
۲۸ اوهام هيكل و حقائق حرب الخليج _ للمؤرخ عبد العظيم رمضان
۲۹ فاروق كما عرفته:مذكرات كريم ثابت كريم ثابت-محمد حسنين هيكل
۳۰ في دهاليز الصحافه : سمير صبحي-محمد حسنين هيكل
۳۱ مقالات هكيل ( ملف مضغوط يحتوي جميع افتتاحيات صحيفة الاهرام عندما كان يرأسها هيكل )
۳۲ احاديث في العاصفة
۳۳ سقوط نظام هل كانت ثورة يوليو 1952 لازمة؟
۳۴ كتاب هيكل او الملف السري للذاكرة العربية -رياض الصيداوي
۳۵ يين الصحافة و السياسة
۳۶ هيكل، الحياة – الحرب – الحب — عادل حمودة
۳۷ حديث المبادرة
۳۸ كتاب خريف الغضب وصلات جديدة :
۳۹ عبد الناصر والمثقفين والثقافة ـ ـحوار بين هيكل ويوسف القعيد وصلة اخرى :

مړينه يې

حسنين هيکل تېره ورځ چهارشنبه د روانې فبرورۍ په ۱۷ د ۹۴ کالو په عمر په داسې حال کې ومړ، چې سږو او ګردو يې له تېرو درې اوونيو کار پرېښی و.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمت الله

السلام علیکم از بیوگرافی حسین هیکل طوری بر آورد میشود که او یک انسان قوم پرست که همه عمر خود را در خدمت استعمار گذشتانده و همیشه در کنار افراد اشخاص و جریان ها و رژیم های قرار داشته که منافع غرب (یهود و نصاری) که انگلیس و اسراییل در راس آن قرار دارد برایش با ارزش تر از منافع دین و ملتش بود. اگر طوری که در بالا ذکر شد این فرد با کسانی در روز قیامت محشور خواهد شد که آنها را دوست داشته (ظالمان و قاتلان) خواهد بود . امروز در افغانستان هم چنین افراد وجود دارند… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

بلی نعمت الله صاحب ، اګر نوشته برادرم راست باشد این شخص طوریکه خودش هم اورا کیسنجر عربی یا مصری خطاب کرده یک انسان کم اصل غلام ، ګیاه هرزه و اسفل سافلین بوده ، اګر باشد طبیعی است که مقام او در جهنم می باشد ضرورت به دعا ما وشما نیست خداوند از ما وشما کرده بینا و دانا می باشد و اینکه شما اشخاص بلمثل در کشور ما وشما یاد اورشدید من همنوا هستم که تمام انها دوستان و همراه این قافله شیاطین و دجالان می باشد الله ج می فرماییند که تمام انها با باداران شیاطین شان… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close