نظــر

د افغانانو ټاټوبى – افغانستان خپلواك دى

افغانستان د افغانانو كور او ټاټوبى دى. په دې كور او ټاټوبي كې، چې هر څوك اوسيږي افغان او خپلواك دى.

 دا ويل، چې افغانستانى يم؛ خو افغان نه يم- له بې تفاوتۍ ډكه ځانګړې خبره ده.

نه پوهيږم، چې دا فكر له كومه پيدا شوى او چا پيدا كړى دى؛ خو افغان اتل او حكومتپوه ميرويس خان نيكه دغه تش په نامه افغان په پردي پلورل شوى بولي او وايي:

“ كه په تاسې كې داسې وګړي هم وي، چې هغوى د خپلواكۍ په دې ستر نعمت چې لوى څښتن زمونږ نصيب كړ خوشاله نه وي؛ نو هغوى دې ځانونه څرګند كړي. هيڅوك به ورسره غرض نه كوي. داسې خلك بې له شكه  د دې خپلواك رياست له پولو بهر د پرديو مظالمو او غلامۍ زنځير په غاړه اچولى شي.“

ميرويس نيكه دغه خطاب د افغانانو جوړې شوې لويې جرګې ته د ګرګين له وژلو وروسته وكړ.

له ځان څخه د پردي شويو وجود په دې لويه جرګه كې شته و او نه يې غوښتل، چې له خپلې غاړې د پارس(ايران) د غلامۍ غاړكۍ ليرې او يا پرته له هغې ژوند وكړي. سم دم لكه اوس د ايران او پاكستان حكومتونه نه غواړي، چې په افغانستان كې دې امن راشي او افغانان دې د دوى له واك پرته په ملي مقدساتو ټينګ او  ثبات لرونكى حكومت ولري يا رامنځته شي.

پر كونړ، نورستان او زرنج د پاكستان او ايران پوځي سرچينې توغندي توغوي؛ د سيمې خلك يې دومره په عذاب كړي، چې ان خپلو كورونو پريښودلو ته اړ شوي او دغه ظالمانه عمل د دغو ولايتونو واليانو هم  تائيد كړى دى.

هغوى، چې ځانونه رښتيني افغانان بولي د دغو هېوادونو د حكومتونو د پوځي چارو دغه عمل غندي او ان دا يې په ډېرو سختو ټكو كې په ډاګه كړې، چې دوى دې ته هم چمتو دي، چې د دوى دغه عمل ته عملي ځواب ووايي او تېري كوونكي ځواكونه يې په شا وتمبوي.

جرګه، ملي جرګه او لويه جرګه د افغانانو ملي دود دى او په هغه دغه ملي دود ښه نه لګيږي، چې ځان افغان نه بولي او دې ته شين ناست دى، چې ځان افغانستانى وبولي او د افغان دغه دوه منل شوي خويونه او دودونه بېل كړي؛ يو نفې او بل ته د درناوي په سترګه ونه ګوري.

دلته، چې هر څوك اوسيږي، كه تاجك دى، كه ازبك، هزاره دى، كه تركمن، پښتون، ايماق، پشه يي، نورستانى او يا نور وروڼه قومونه او قبيلې ټول افغانان دي او په دې خوښ دي، چې په يوه ټغر او يوه دسترخوان راټول شي او ګډ ټولنيز خپلواكه ژوند وكړي، د افغانستان پېښې او ستونزې په ګډه حل كړي او د احتياج له شپو ورځو له تېرولو ځانونه خلاص كړي. دا د افغانانو هيله او ګډه غوښتنه ده.

قتیل خوږیاڼی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x