افغانستاناقتصاد

افغانستان او پاکستان تر منځ ترانزیتي ستونزې په هوارېدو دي

نن ټکی اسیا (سلواغې ۲۹مه ۱۳۹۴ل): افغانستان او پاکستان تر منځ موجودې ترانزیتي ستونزې چې د ډيرې مودې راهیسې يې د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې خړې کړې وې، هوارېدو ته نېږدې شوي.

ډایلي ټایمز پاکستانۍ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې تر دې وروسته به افغان لارۍ له چمن او تورخم له لارې د هند – پاکستان واګه پولي ته، او پاکستاني لارۍ به له دغې لارې شیرخان بندر (تاجکستان پولې) ته مالونه ليږدوي.

ورځپاڼې د یوه پاکستاني چارواکي له خولې لیکلي چې دواړه لوري کولای شي چې خپلو هېوادونو ته د ستنېدو پر مهال له ځان سره مالونه وليږدوي.

«افغان لاریو ته به د دې اجازه وي چې د واګه پولې څخه د بېرته ستنېدو پر مهال پاکستاني مالونه افغانستان ته وليږدوي او پاکستاني لارۍ له شیرخان بندر څخه د تاجکستان او نورې منځنۍ اسیا مالونه پاکستان ته ولیږدوي».

افغان لوري له پاکستان څخه غوښتي چې دوه اړخیزه هوکړه لیک په اړه نور مذاکرات پای ته ورسوي څو دواړو لورو لاریو ته په یوه بل هېواد کې د داخلېدو اجازه ورکړل شي. پاکستاني لوري هم په یاد هوکړه لیک موافقه کړې او ویلي یې دي چې یوه میاشت کې دننه به د دیپلوماتیکو چینلونو له لارې تړون یو ډرافټ افغان لوري ته ورکړي.

د اپټا تړون په شپږمه ناسته کې د افغانستان له لوري د سوداګرۍ او صنایعو مرستیال وزیر مزمل شینواري او د پاکستان له لوري د سودګراۍ سکرتر محمدشهزاد ارباب ګډون کړی و. دواړو لورو په دې موافقه وکړله چې د ترازیت په اړه موجود هوکړه لیک به تعدیدلوي او مناسب بدلونونه به په کې روالي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ په ترانزیتي تړون تر هغه وروسته هوکړه کیږي چې افغان لوری د پاکستان له لارې هند ته د مال په لېږد کې له ډيرو ستونزو سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

افغانستان ترانزیست ستونزی خو همدا د ډیورڼد د کرښی رسمیت پیژندل وو ، هغه کرشه خو ورته یو ځل غلام کرزی او بیا غنی کرزی ورته لاسلیک کړی ، فکرکوم چه اوس به د دی پاتی افغانستان د تسلیمی له امله وی چه د دی لاسلیک ورته دنجیب د توړی زوی وکړی بیا به انګریزان او پاکستان خوشاله شی ، په رښتیا هم انګر یز انو د دغه غلامانو په واسطه د میکناټن او برایډون د وخت غجی اخستنی په خاطر راغلی ، که د اسلامی امارت مجاهدین یی د میکناټن او برایدن په شان بی هیلی نه کړی زمونږ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x