افغانستان

غزني کې د ترافیکي پېښي له امله دوه تنه وژل سوي او ۱۰ نور ټپيان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۹مه، ۱۳۹۴ ل): د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د دوو مسافر وړونکو موټرو ترمنځ ټکر کې دوه تنه مسافر وژل سوي او ۱۰ نورټپيان دي.

پېښه نن مازدیګر مهال د کابل-کندهار پر لویه لار د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په ناني نومي سیمه کې د دوو مسافر وړونکو موټرو ۳۰۳ او کاسټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته سوي.

په یاده ترافیکي پېښه کې دوه تنه نارینه مسافر وژل سوي، د ښځوا وماشومانو په ګډون ۱۰ تنه نور ټپيان دي.

د غزني ولایت د ترافیکو مدیر حکمت الله رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل چې پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطی له امله رامنځته سوي، نوموړۍ وایې د پېښي د څرنګوالي په اړه یې پلټني پيل کړي.

په دې وروستیو کې د کابل- کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښي ډیري سوي چې په اړه یې تر دې دمه مثبت ګام نه دی اخیستل سوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x