
اسيا جام غوراوي سیالۍ: افغانستان نن له عربي اماراتو سره مخامخیږي
نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د اسیا جام غوراوي سیالۍ نن د جمعې په ورځ پیلیږي او افغانستان په لومړۍ لوبه کې له عربي اماراتو سره مخامخیږي.
دغه سیالۍ چې د بنګلهدیش په فتح الله کې ترسره کیږي د افغانستان په ځايي وخت د ورځې په ۰۱:۳۰ بجه پیلیږي.
د افغانستان کرکیټ لوبډله تېره ورځ بنګلادیش ته ولاړله او د کرکټ بورډ له مخې نن یې په دغه هېواد کې تمرین هم وکړ.
د ملي لوبډلې سره وتلی افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل چې د پاکستان په سوپر لیګ کې د کوټې ګلډیټرز لخوا په اتو سیالیو کې ولوبېده، یوځای شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د اسیا جام غوراوي سیالیو کې دا ځل څلور لوبډلې (افغانستان، هانګ کانګ، متحده عربي امارات او عمان) ګډون کوي او هغه لوبډله اسیا جام ته وځي چې ډيری سیالۍ وګټي خو که دوه لوبډلو یو ډول سیالۍ وګټلې بیا د رنزریټ پر اساس پریکړه کیږي.
په نننۍ سیالۍ کې د افغانستان احتمالي لوبډله په لاندې ډول ده:
اصغرستانکزی (کپتان)، امیرحمزه، دولت ځدران، ګلبدین نایب، کریم صادق، محمدنبي، محمد شهزاد، نجیب الله ځدران، راشدخان، سمیع الله شینواری، شفیق الله، شاپور ځدران، عثمان غني او یامین احمدزی
سلامونه اونیکی هیلی می ومنی الله دی وکړی ټول دی نن ټکی اسیاکارکوونکی جوړ او روغ وی. ورسته دادی کرکیټ لوبه تاسو نه نشرکوی؟