ټولنیزه برخه

د ژوند راز (۲) : رواجی ذهن:

ألیس هووي  د امریکا د مشهور ښار ماچوچسټ یو ډیر وړوکي کاریګر ( مزدور کار) وه چی په ۱۸۱۹ ز کی پیدا شوی ألیس هو وۍ د ۴۸ کالو په عمر  په ۱۸ ۶۷ ز کی مړ شو خو ألیس هو وی په دغه کم عمر کی داسی یو کار وکړ چی د هغه دغه کار د ټوټي ( رخت ) په جوړولو کی یو نوی انقلاب راوسته .

ألیس هووی په ۱۹۴۵ کی د ګنډلو ماشین جوړ کړ .

ألیس هووی چی د ګڼدلو کوم ماشین جوړ کړی وه نو د هغه ماشین د ستنی په بیځ کی د تار اچولو سوری وه ( لکه څرنګه چی  عامی ستنی دی ) چی دغه سوری د ډيری مودی راهیسی په ستنه کی وه خو کله چی ألیس ماشین جوړ کړ نو هماغه زړه ستن به یی استعمالوله چی  هغه په دغه ماشین صرف  بوټان ګنډلی شول  او دکالیو په کنډلو کی ورته ستونزه وه .

ألیس هووی تر ديره وخته د مشکل سره مخامخ وه او هغه ماشین چی ده جوړ کړی وه بغیر د بوټانو د ګڼدلو نه بله ګټه نه درلوده  تر دی چی ألیس هو وی یو خوب ولیده او دغه مشکل یی حل شو .

ألیس هو وی خوب ولیده چی یو ی وحشی قبیلی ده ته امر کړی وی چی په څلور ویشتو ساعتونو کی د کالیو ګتډلو ماشین جوړ کړی او که په ۲۴ ساعتونو کی دا د ماشین په جوړولو ونه توانید نو دا به و وژنی ، ألیس هو وی کوشش وکړ چی دغه ماشین په ټاکلی وخت کی جوړ کړی خو هغه ناکامه شو تر دی چی د هغه وحشی قبیلی حلک د ده پسی  را و وتل  تر څو ألیس هو وی و وژنی ألیس هو وی په خوب کی ولیدل چی د دغه وحشی قبیلی د خلکو په لاسونو کی داسی برچي دی چی په سرونو ( نوکو) کی یی سوری دی  کله چی ألیس هو وی دغه سوری ولیدل نو د خوب نه را ویښ شو  ، ألیس  هووي د هغه خوب په لیدلو سره د خپل ماشین په ستنه کی د ستنی په سر کی سوری وکړ تر څو په هغه کی تار واچوی  ، ألیس هو وی چی کوم مشکل درلوده هغه یی حل کړ .

د ألیس هو وی مشکل دا وه چی هغه د هماغه روزمره او زوړ  سوچ نه بغیر بل سوچ نه کاوه ځکه هغه دا فکر کاوه چی کوم شی د پیړیو  نه روان دی هغه صحیح دی .

خو کله چی د هغه عقل د ډير لږ سوچ کولو نه وروسته ستړی شو نو هغه په دی پوه شو چی کله انسان د یوه کار په سرته رسولو کی جدی وی او وغواړی چی خپل کار په ښه طریقه وکړی نو هغه په ډيرو رازونو  پوهیږی لکه څڼګه چی ألیس هو وی پوه شو .
__________________________________

درنو لوستونکو ! د همدی کتاب نوری لیکنی به ان شاء الله په نږدي راتلونکی کی ولولئ

لیکوال : وحیدالدین خان

ژباړه : عبدالباري جمال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x